BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:27 گرينويچ 2007 ,17 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گېټس: امريکايي قوماندانان نورسرتيرې غواړې
گېټس: امريکايي قوماندانان نورسرتيرې غواړې
گېټس افغانستان ته نور امريکايي عسکر غواړې
هغه پوښتنه چې ښاغلى گېټس يې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې پوښتي دا ده چې آيا د ناټو، متحده ايالتو او افغان پوځ پوځي ټلواله د طالبانو بريدونه ته چې اټکل کيږي په را روانو مياشتو کې ډېر شي پوره چمتوالى لري که څنگه.

او هغه ځواب چې دى يې اوس د خپل امريکايي پوځ له قوماندانانو تر لاسه کوي دا دى چې د دې کار لپاره پر ډگر نورو جگړه ييزه پوځيانو ته اړتيا ده.

دا تر يوۀ ځايه ديپلوماتيکې خبرې اترې دي چې يوازې تر يوې محدودې کچې د عامو غوږ ته ور رسيږي.

امريکايي قوماندانان د ناټو له نورو غړو هېوادو چې تر اوسه يې لا پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دى کړى غواړي چې د دغو ژمنو د پوره کولو لپاره نور پوځيان برابر کړي.

پر دې سر بېره ، په افغانستان کې د متحده ايالتو د ځواکونو قوماندان جنرال کارل ايکنبېري غوښتنه کړې چې هغه دولس سوه امريکايي پوځيان دې چې ټاکل شوې سږ کال عراق ته د دندو لپاره ولېږل شي، په افغانستان کې وساتل شي.

دا غوښتنه ښيي چې امريکايي ځواکونه په نړۍ کې څومره ډېر خواره دي او هغه خبرې اترې هم جوتوي چې د امريکايي ځواک قوماندانان يې ځانته د ونډو په اړه په خپلو منځو کوي.

هغه وويل دې په ټينگه دې ته لېواله وي چې د هغو ارزونو پر بنسټ په افغانستان کې يې د متحده ايالتو له قوماندانانو اورېدلي، د ځواکونو د ډېرېدو سپارښتنه وکړي، خو زياته يې کړه چې دا هغه څه دي چې په واشنگتن کې يې پوځي مشران او په پاى کې په خپله ولسمشر بوش په اړه پرېکړه کوي.

ښاغلي گېټس زياته کړه چې د ناټو د دفاع وزيرانو په راتلونکې غونډه کې به د دغې ټلوالې له نورو غړو هېوادو څخه د پوځيانو د ډېرولو پر مسلې زور واچوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت