|
ميرمن رايس : د افغانستان غليمان ناکاميږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کابل ته ددې يو ورځني سفر په مهال د امريکا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري کاندوليزا رايز لوى پيغام دا وو چې هيواد به يې کله هم له القاعده او طالبانو سره په روانه جگړه کې د ستړيا احساس ونه کړي او دا چې د بري تر شيبې به نه له دغې جگړې لاس وانه خلي او نه به د افغانستان له ملگرتوبه لاس په سر شي . ډاکتر رايس وويل ددې لپاره افغانستان ته راغلې چې د دې هيواد د خلکو غوښتنو او انديښنو ته ځواب ووايي . په دې اړه يې په ځانگړې توگه د امنيت او بيا رغونې په ډگر کې شته انديښنو ته گوته ونيوله . ميرمن رايس له لويه سره د افغانستان په وړاندې د امريکا ژمنې خورا ډاډ منې او نه بدليدونکې وبللې . (( موږ ژمن يو په پرله پسې توگه وگورو چې لا څه ښه کولى شو اوپه کومو برخو کې د چټکتيا د راوستو اړتيا ده . ددې لپاره ولسمشر کرزى زموږ يو داسې متحد دى چې ورسره په خورا پرانستې لهجه خبرې اترې کيدى شي .)) د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د خبريالانو په وړاندې په خپل وار د ميرمن رايس دغه سفر د خورا پرانستو او او مفصلو خبرو اتروتر شا په خپلو کې د يوه ښه تفاهم لپاره ، ښه فرصت وباله . کابل ته د ميرمن رايس دغه سفر په داسې حال کې تر سره شو چې د افغانستان په سويل کې دطالبانو بريدونو زور اخيستى ، د همدغو جگړو له اړخه د افغانستان- پاکستان په اړيکو کې درځ رامينځ ته شوى او دا ډول ولسمشر کرزي په دې وروستيو کې په نړيوالې ټولنې له ترهگرۍ سره د جگړې د روانو تگلارو په تړاوو کلکې نوکې هم کړي دى . د ده په وينا ددې په ځاى چې دغه جگړه د ترهگرو د روزلو او سمبالولو ځاى ته وليږدي ، يوازې په افغانستان کې پر مخح وړل کيږي . دې نيوکو او دې انديښنو ته د ميرمن رايس ځواب دا وو چې ترهگر د ټولو يو شان دښمنان دي او ټول يې بايد په گډه مقابله وکړي . موږ بايد په دې وپوهيږو چې يو دښمن لرو . موږ ټول کولى شو چې زيات څه وکړو . موږ ته پکار ده چې وخت په وخت په خپلو تگلارو له سره غور وکړو . او د دښمن د تکتيکونو له بدليدو سره خپل تکتيکونه هم بدل کړو . زموږ د ټول دښمن هماغه دى چې د افغانستان بربادول غواړي . دا هماغه دښمن دى چې په نيويارک يې بريد وکړ ، په لندن او بالي يې بريد وکړ او په ولسمشر پرويز مشرف يې بريد وکړ . زموږ هوډ دا دى چې په گډه به دغه دښمن ماتوو او په شا به نه راستنيږو . له ميرمن رايس نه د لويځو مطبوعاتو د هغو انگيرنو په اړه هم وپوښتل شول چې وايي ولسمشر کرزي گواکې د لويديزو انديوالانو په مينځ کې خپل ملاتړ ورو ورو له لاسه ورکوي . دې ته يې ځواب دا وو چې لويديځ ولسمشر کرزى ته د يوه درانده مشر په سترگه گوري . (( زه هيڅ داسې بل څوک نه پيژنم چې نړيوالې ټولني ته دې له ولمشر کرزي دروند او محدترم وي . دى يو زړه ور ، هوښيار او ځواکمن سړى دى . دى هغه څوک دى چې هيواد يې له طالبانو وژغوره او اوس يې د خپل هيواد ابادۍ ته ملا تړلي ده . ما د بهرنيو چارو د وزيرې په توگه دده په اړه د نړۍ ، اروپا او ناتو له گڼو مشرانو سره رخبرې کړي . ټول په همدي باور دي چې دى يو بريالى او غښتلى مشر دى . )) په ټوله کې سيمې او افغانستان ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې کاندوليزا رايس دي وروستي سفر ته د افغانستان او پاکستان تر مينځ د سړو اړيکو د بيرته تودولو او د افغان دولت د مخالفانو د بريدونو له اړخه زيږيدلو انديښنو ته د ځواب د هڅې په سترگه کتل کيږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||