BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:28 گرينويچ 2006 ,07 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف: طالب او القاعده در اوړي ، په ما شک مه کوئ

مشرف - کرزى
ولسمشر مشرف وويل پر اى ايس اى شک پر دۀ شک دى .
د ولسمشر مشرف د وينا ټکي په ډير دقت چڼل شوي و او پر هغو مسايلو غږيدۀ چې د ناستو کسانو غوږونه ورته له ډيره وخته څک و .

ښاغلي مشرف ومنل چې په تيرو وختونو کې پاکستان له طالبانو سره مرسته کړې او د هغوى ملاتړ يې کړى خو ورسره يې دلايل هم روښانه کړل .

پاکستاني مشر د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د دغۀ هيواد جهادي مشرانو ، د ملي شورا غړو ، پوځي افسرانو او لوړ پوړو چارواکو ته وويل چې جغرافيايي موقعيت او د دۀ په وينا قومي جوړښت اسلام اباد اړ کړى و چې د ملا عمر په مشرۍ کې د طالب غورځنگ ملاتړ وکړي .

دا هغه برخه وه چې ښاغلى کرزى ورسره جوړ نه و او په خپلو خبرو کې يې وويل چې د دۀ په وينا اورپکې د کوم ځانگړي قوم استازيتوب نه کوي . ښاغلي مشرف وويل دى ديپلومات نه دى پوځي افسر دى او په همدې دليل سپينې خبرې کوي .

د دۀ په سپينو خبرو کې دا هم و چې افغانان دې تير وختونه هير کړي ، شک او پړه دې پريږدي او راتلونکي ته دې وگوري .

 په تيرو وختونو کې پاکستان له طالبانو سره مرسته کړې او د هغوى ملاتړ يې کړى
مشرف

افغان مشر خپل ميلمۀ ته ښکاره وويل چې افغانان پر پاکستان تور نه لگوي او نه يې هم د دۀ په وينا ملامتوي خو ورڅخه مرسته غواړي چې د اوښتونکو اورپکو مخنيوى وکړي .

پاکستاني مشر ومنل چې ځينې القاعده او وسله وال طالبان لا هم د دوى له خاورې افغانستان ته اوړي خو د دۀ په وينا يې مخنيوى خورا گران دى .

جنرال مشرف د د طالبانو د ختمولو لپاره د هغوى د مشرتابۀ او د قوماندې د مرکز د ختمولو وړانديز وکړ . د دۀ په نظر بايد دغه مرکز که هر ځاى وي وموندل شي او ختم شي .خو دا چې په څه ډول او د چا له خوا پر دې يې رڼا وانه چوله .

ولسمشر کرزي د ښاغلي مشرف پر دې هوډ خوښي وښووده چې له ترهگرۍ سره جگړه کوي .

پاکستاني مشر په ټينگار وويل چې دى او د دۀ حکومت د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي بلکې د دغه جنگ ځپلي هيواد بيا رغاونه غواړي .

ښاغلي مشرف د کوټې او کندهار ترمنځ د اورگاډي د کرښې د جوړولو لپاره هم ټټر وواهۀ .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت