BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:08 گرينويچ 2006 ,06 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولسي جرگې غړو له ناټو په بمباريو کې احتياط وغوښت

قانوني او شيفر
د ولسي جرگې مشر يونس قانوني د ناټو له مشر سره جلا خبرې اترې وکړې
د افغانستان ولسي جرگې د شمالي انتلانتيک تړون ناټو سرمنشي څخه غوښتنه وکړه چې د ناسمو رپوټونو پر بنسټ دې د پوځي عملياتو مخه ونيسي او د دغه هيواد په لرې پرتو سيمو کې دې د بيا رغاونې چارې گړندۍ کړي .

د ناټو سرمنشي د ولسي جرگې غړو ته په افغانستان کې د شويو ژمنو د تر سره کولو ډاډ ورکړ او په دې خبره يې ټينگار لاره چې ناټو به د ټولو ننگونو سره ، سره تر هغې پورې دلته پاتې کيږي چې ورته اړتيا وي ، دغه خبرې نن د ناټو د غړو هيوادونو د سفيرانو او ولسي جرگې د گوتو په شمېرغړو تر منځ په ملي شورا کې تر سره شوې .

د افغانستان د ولسي جرگې مشر يونس قانوني سره د دې چې په افغانستان کې د ناټو ماموريت بريالى او د سولې او ټيکاو په لور ښه گام وباله ، خو دا يې هم په ډاگه کړه چې په ځينو سيمو په تيره بيا د افغانستان په سوئيلي سيمو کې د عامو وگړو مرگ ژوبلې خلک خوابدي کړي او د دولت مخالفين له دې امله ناوړه گټه پورته کوي .

غږ : (( د ناسمو رپوټونو پر بنسټ تر سره شويو پوځي عملياتو د خلکو ذهنيت بدل کړى او مخالفو ځواکونو له همدې کاره گټه پورته کړې ، زه باور لرم چې په راتلونکي کې که دغه تشه ډکه شي نو د مخالفو ځواکونو د غه پلمه به هم لرې شي ، يوه بله خبره چې ډېره مهمه ده هغه په کليو بانډو کې د بيارغاونې چارې بايد چټکې او گړندۍ شي او د ټولنيزو خدمتونو په لور پاملرنه هغه څه دي چې دغه نيمگړتياوې له منځه وړي .))

د ناټو سرمنشي ياب دې هوب شيفر د شمالي انتلانتيک تړون په شويو ژمنو يو ځل بيا تم شو او د ولسي جرگې غړو ته يې ډاډ ورکړ چې په ټولو شته ننگونو به برى تر لاسه کوي او تر هغې پورې چې افغان حکومت په خپلو پښو نه وي دريدلى نو دوى به خپل ماموريت په افغانستان کې غځوي :

(( موږ نن چې د کومو ننگونو سره مخ يو ، يوه يې هم د نشه يي توکو کر ، توليد او قاچاق دى ، نشه يي توکو نه يوازې په افغانستان کې سوله او امنيت له گواښ سره مخامخ کړى بلکې د دغه هيواد راتلونکى يې هم خپل سيورې غوړولى دى ، خو زموږ مرستې او ملاتړ به اوږد مهاله وي ، اوسنۍ ستونزې زموږ په ژمنو اغيز نه شي کولاى ، موږ هوډمن يو چې په افغانستان کې د بيا رغاونې چارې گړندۍ کړو .))

په دغه غونډه کې چې د ولسي جرگې د گوتو په شمير غړو گډون کړى وو ، ډيرې خبرې د تړلو دروازو شا ته وشوې او خبريالانو ته اجازه نه وه چې د غونډې تالار ته وردننه شي .

د دغې غونډې وروسته د جرگې د نړيوالو اړيکو د کميسيون مشر عبدالرب رسول سياف چې له وينا والو ځينې وو وويل د هغه وړانديز دا وو چې د افغانستان په روانو پيښو کې دې افغان مجاهدين له پامه نه غورځول کيږي ، د هغه په وينا دا هغه ځواک دى چې د افغانستان په ډيرو نازکو حالاتو کې يې له دغه هيواده دفاع کړې او يرغلگر يې په گونډو کړي دي :

(( هغه کسان چې د شوروي اتحاد د يرغل په وړاندې جگړه ايزې تجربې لري ، او هغه کسان چې د ترهگرۍ په وړاندې يې پاڅون کړى ، د هغوى نه په کار ده گټه پورته شي ، نن سبا چې ټوله نړۍ په پوځي او سياسي لحاظ فعال حضور لري بيا هم وضعه کړکيچنه ده ، په دي وضعه دښمنان خوښيږي او دوستان خوا بدي کيږي .))

د طالبانو له نسکوريدو او د ملي شورا د جوړيدو وروسته دا د يوې مهمې نړيوالې ادارې يو بهرنۍ لوړ پوړى چارواکى دى چې د ملي شورا د غړو سره ويني ، خو د ملي شورا يو شمېر غړو گيله لرله چې دغه خبرې اترې د هغوى نه پټې د تړلو دروازو تر شا تر سره شوې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت