|
افغانستان او ناټو د همکارۍ اعلاميه لاسليک کړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان او ناټو تر مينځ داوږدې مودې د همکاريو يو ه اعلامېه لاسليک شوه . افغان ولسمشرحا مد کرزي وويل دې گډې اعلامېې په نړيوا ل ډگر کې دافغانستان دريځ لاپسې لوړ کړ. او په ډاگه يې کړه چې دا اعلاميه به دترهگر ۍ پر ضد روانه جگړه نوره هم جدي کړي . ولسمشر کرزي دا څرگندونې دناټو د مشر (ياپ دې هوپ شيفر)سره په هغه خبري کنفرانس کې وکړې چې يا د شوې اعلاميه يې سره لاسليک کړه. ددغې اعلامېې پر بنسټ به ناټو له افغانستان سره په پوځي ، امنيتي ، سياسي او د بيا رغا ونې په ډگر کې مرستې کوي . دناټو مشرخبريالانو ته وويل د افغانستان وضيعت ښه دى او ده د طالبانو بريدونه د کوچنيو مقا ومتونو په توگه ياد کړل چې ډ ير ژر به يې پاى ته ورسوي. دغه خبري کنفرانس ته عبدالمالک عاصم ورغلى او دغه رپوټ يې پرې برابرکړى دى . دافغانستان او ناټو تر مينځ دهمکارۍ د ا اعلاميه پر داسې وخت لاسليک شوه چې دافغانستان په سويل کې د ناټو په زرگونو پوځيان د طالب اور پکو سره جگړه بوخت دي . ددغې اعلامېې ټول جزېېات نه دي په ډاگه شوي خو ولسمشر کرزي او دناټو مشر (ياپ دې هوپ شيفر) په خپلو خبرو کې وويل چې دا اعلامېه پر پوځې همکاريو سربېره په سياسي ډگر کې هم دافغانستان لپاره ډېره مهمه ده . په کابل کې د همکارى ددې اعلاميي د لاسليک پر مهال د ناټو عمومي مشر( ياپ دې هوپ شيفر) دافغانستان د سويل بريدونه د ترهگرو دکوچنيو او وړو ډلگېو مقا مت وباله چې دده په ويناډېر ژربه ورته پاى ورکړي . (( واضح خبره ده ځېنې ترهگر دا فکر کوي چې دوى به په سوېل کې بريالي شي . خو دوى تېر وتي دي دوى به هيڅکله بريالي نشي ، دهمدې لپاره موږ له دوى سره جگړه کوو . ناټو ژمنه ده چې دافغانستان تر برياليتوبه له دغه هېواد سره مرسته وکړي .)) ښاغلي شيفر دافغانستان روان وضيعت دومره اندېښمن ونه باله چې خلک يې فکر کوي . ده ژمنه وکړه چې دافغان پوليسو اوملي اردو د روزلو او د ادري فساد سره د مبارزې په ډگر کې به له افغان دولت سره مرستې کوي . ددغې اعلامېې د لاسليک پر وخت دناټو د ډ يرو غړو هېوادونو سفېران او استازي حاضر وو. افغان ولسمشر حامد کرزي بيا د ناټو او افغانستان ترمينځ دا گډ ه اعلاميه د سولې په لاښه والې کې ډېر مهم وباله او د دغه هېواد د پر مختگ د نښې په توگه يې ځېنې يادونه وکړه . ښاغلي کرزي وويل دا اعلاميه به د ترهگرۍ پر ضد روانه جگړه لاپسې تېزه کړي . (( افغانستان هېله لري چې زموږ او دناټو ترمينځ دغه گډه اعلاميه د ترهگرۍ په وړاندې جگړه په ډېر شدت او کامېابۍ ترسره شي . ددې اعلاميي په لاسليک سره به افغانستان ډېر ژر د سولې او ټيکاو خاوند شي . دا دافغا نانو پخوانۍ هېله ده چې وکولاى شو د يوه هېواد په توگه د نړيوالې ټولنې او ناټو په مرسته په خپلو پښو ودريږو)). ولسمشر کرزي زياته کړه چې دغه تړون افغانستان ته نړيوال دريځ وباښه او ددې هېواد د راتلونکي په ټېنگښت يې يو بل مېخ هم ټکواهه . ښاغلي کرزي وويل د ترهگرۍ پر وړاندې خپلې ټولې اندېښنې او نظرونه يې له نړيوالو سره شريک کړيدي. چې دده په وينا دهرې ورځې په تېرېدو سره دده اونړيوالو نظرونه د نژدې کېدو په حال کې دي. افغان ولسمشر د ډېورنډ د پولې ختيځ خواته د سېمه ايزو طالبانو او د پاکستاني چارواکو ترمينځ داوربند تړون هېله بښونکى، خو ورسره ورسره انديښمن وباله . ده وويل په دې اړه به له پا کستاني ولسمشر سره خبري وکړي . دناټو مشر او ورسره پلاوي يې دافغانستان ددفاع له وزير او ددغه هېوا د د پارلمان له غړو سره هم دافغانستان په وضيعت خبري وکړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||