BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:20 گرينويچ 2006 ,06 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پرويز مشرف نن کابل ته را رسيدونکى دى

مشرف
ولسمشر مشرف به د کابل د سفر پر وخت پر اقتصادي همکاريو هم خبرې وکړي .
افغانستان ته د ولسمشر پرويز مشرف دغه سفر د حامد کرزي په بلنه په داسې وخت کې کيږي چې دواړه مشران ډير ژر متحدو ايالاتو ته تلونکي دي .

د نړيوالې ترهگرۍ په وړاندې روانې مبارزې کې واشنگټن کابل او اسلام اباد نژدې ملاتړي گڼي .

خو د دغو دوو گاونډيو او د ترهگرۍ د جگړې په وړاندې د مبارزې د ملگرو هيوادونو خپل منځي اړيکي د شننونکو په وينا ظاهرآ هغومره نژدې نه دي چې له دوو ملگرو يې تمه کيږي .

د ښاغليو کرزي او مشرف د خبرو اترو په اجندا کې تر ټولو مهمه برخه هم د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې د ښې همکارۍ او همغږۍ ټکى دى .

د دواړو مشرانو د غونډې يوه بله مهمه خبره د وزيرستان په قبايلي سيمه کې د ځايي وسله والو طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د سولې تړون دى .

په کابل کې د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو له مشر سره په يوۀ گډ خبري کانفرانس کې ولسمشر کرزي د وزيرستان د سولې د تړون په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هم ورته هيله من دى او هم پرې اندېښمن دى .

ښاغلي کرزي نور سپيناوى ونه کړ .افغان تل شکايت کړى چې گواکې وسله وال طالبان د ډيورنډ له کرښې ها پلو روزل کيږي او د دوى په وينا پالل کيږي .

اسلام اباد دغه تور نه مني او ټينگار لري چې د وزيرستان د سولې په وروستي تړون کې پر وسله والو طالبانو غږ شوى چې له پولې به پورې غاړې نه اوړي .

ځينې افغان چارواکي چې د خپل نوم له اخيستو ډډه کوي پوره ډاډ نه لري او وايي چې په تيرو وختونو کې شوې ژمنې گواکې نه دي ترسره شوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت