|
برتانوى وزير:پاکستان بايد د ترهگرو سرچينې وچې کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بريتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير وايي افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي چې د پاکستان حکومت په خپل هيواد کې دننه هغه سرچينې وچې کړي چې افغانستان نا امنه کوي. کيم هووالس په يوې څانگړې خبرې ناستې کې وويل ، افغانستان کې د سولې راوستل پاکستان کې د ترهگرو د روزنې د مرکزونو تړلو پورې تړاو لري . ښاغلي هووالس له افغانستان سره د خپل هيواد په ژمنتيا ټينگار وکړ او له افغان دولت څخه يې د ادارې فساد د ورکولو غوښتنه وکړه. دوه ساعته وړاندې تر دې چې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف افغانستان ته را ورسيږي او له ولسمشر کرزي سره په دواړو هيوادونو کې پر کړکيچنو حالاتو وغږيږي،د بريتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير کيم هووالس وويل افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي چې پاکستان ژمنه وکړي چې دغه هيواد کې به د ترهگرو د روزنې مرکزونه وتړل شي. که ټاکل شوې وې چې افغانستان په راتلونکې کې يو سوکاله هيواد وي، د پاکستان له خوا بايد ضمانت ورکړل شي چې هيڅ ډول مرسته او زغم له طالبانو او ترهگرو کسانو سره نه کيږي او هغه مدرسې بايد وتړلې شي چې هورې ترهگر روزل کيږي او هلته د ځوان نسل په مغزو کې ددغه ډول کړنو آيډيولوژي يا فکر وده مومي. ښاغلى هووالس وايي دى هيله لري چې پاکستان د ترهگرۍ په وړاندې ځان يو ډير مسول هيواد او حکومت وپيژني. د بريتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير وايي دوى غواړي د پاکستان او افغانستان تر منځ نژدو مذاکرو ته وده ورکړي چې په دواړه خواوو کې سوله راشي او ترهگري وځپل شي. کيم هووالس وويل دى مني چې پاکستان تر ټولو ډير د ترهگرۍ ښکار شوى او آن په خپل هيواد کې دننه په سرحد صوبه، بلوچستان او پنجاب کې ستونزې لري . پخپله ولسمشر مشرف هم مرگ ته په دې گواښل شوى چې هغه له ترهگرۍ سره کلکه مبارزه وکړه، خو افغانستان کې د سولې راوستل پاکستان کې د ترهگرو د روزنې د مرکزونو تړلو پورې تړاو لري. د بريتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير له افغانستانه د څلور ورځنۍ ليدنې په پاى کې له افغان دولت نه په کلکه غوښتنه درلوده چې له ادارې فساد سره مبارزه وکړي او مرسته شوې پيسې په ځاى ولگوي. ده زياته کړه د امنيت له راوستو او د مخدره توکو د کر او قاچاق د مخنيوي تر څنگ، ادارې فساد د افغانستان ستره ستونزه ده . ښاغلي هووالس خپل هيواد د افغانستان په بيارغونه او د امنيت په راستنولو کې ژمن وباله او څو ورځې وړاندې يې د چورلکې د را نسکوريدو په پيښه کې د ١٤ بريتانيوي سرتيرو وژل کيدل د دغه ژمنتيا ښه بيلگه وبلله. د بريتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير افغانستان ته خپل ٤ ورځنى سفر په داسې وخت کې بشپړوي چې د ناټو سر منشي او د پاکستان ولسمشر د څو ساعتونو په توپير له ولسمشر کرزي سره افغانستان کې دننه او د افغانستان د پولو آخوا د نا امنيو د آوارولو پر سر په سلا مشورو بوخت دي | ورسره تړلي نور خبرونه پرويز مشرف نن کابل ته را رسيدونکى دى06 سپتمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||