|
ناټو به د ډيورنډ کرښې افغان غاړه ساتي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د دفاع وزارت د اروپا لپاره د ناټو د قومندان د هغو څرگندونو هرکلى کړى چې وايي له پاکستان سره به د پولې د افغان غاړې د کنټرولولو هڅه کوي . جنرال جان کرادوک له يوې برتانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې ايساف په دې برخه کې پلانونه جوړوي . افغانستان تل دا شکايت لري چې د ډيورنډ له کرښې وسله وال طالبان ور اوړي . اسلام اباد دا خبره تر يوۀ ځايه مني خو وايي د دوى له هڅو سره جوخت بايد افغانستان او هلته مېشت نړيوال ځواکونه هم د پولې د کنټرولولو هڅه وکړي . د اروپا لپاره د ناټو د لوى قومندان جنرال جان کرادوک څرگندونې د پوځي کارپوهانو په وينا په دې مهمې دي چې د وسله والو طالبانو له خوا د ممکنه پسرلنيو بريدونو په مخنيوي کې ښايي مرسته وکړي . دغه امريکايي جنرال د افغانستان او پاکستان له سفر څخه بيرته اروپا ته په ستنيدو ويلي چې د ډيورنډ پر کرښه به ناټو د افغانستان د غاړې د کنټرولولو هڅه کوي . خو دۀ منلي چې ښايي دغه هڅې يې په بشپړه توگه د پولې د خوندي کولو په مانا نه وي بلکې تر يوۀ ځايه به د دۀ په وينا د ناقانونه تگ راتگ مخه ډب کړي . افغانستان له هيلو سره سم د دغه امريکايي جنرال د څرگندونو هرکلى کړى دى . کابل تل شکايت لري چې د ډيورنډ له کرښې وسله وال طالبان او د دوى په وينا ترهگر ور اوړي . پاکستاني لوړ پوړي چارواکي دا خبره مني خو ورسره استدلال کوي چې په لسگونو زره سرتيري يې پر پوله ځاى پرځاى کړي دي . د اسلام اباد غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې نړيوال ځواکونه او افغان سرتيري هم بايد له خپله اړخه هلې ځلې وکړي . د ناټو وروستۍ څرگندونې به تر يوۀ ځايه د پاکستان غوښتنو ته ځواب وي خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر اعظيمي وايي : (( ناټو پياوړى سياسي ، اقتصادي او پوځي ملاتړ لري دغه راز پرمختللې تيکناوژي ورسره ده . که دوى د يوې پريکړې عملي کيدۀ وغواړي بې له شکه چې کولى يې شي . خو يوه خبره د يادولو ده چې په پوله د تگ راتگ د مخنيوي لپاره د دوو هيوادونو ترمنځ تر همکاريو هم دا مهمه ده چې پر دغې موضوع دواړه غاړې سره همنظره وي . )) کابل ټينگار لري چې د وسله والو طالبانو لپاره خوندي ځاى او د لوژيستک مرکز له افغانستانه دباندى دى . که څه هم دوى ښکاره د پاکستان نوم نه اخلي خو اشاره يې هغۀ لور ته وي . د اروپا لپاره د ناټو د لوى قومندان په څرگندونو کې راغلي چې له پاکستاني پوځي مشرانو سره يې د افغانستان په باب خبرې دوستانه او گټورې وې . خو افغان چارواکي په دې باور دي چې د دوى په وينا که د ترهگرو پناه ځايونه او له پولې د وسله والو کسانو د اوښتلو مخنيوى وشو نو هاله به خبرو او ژمنو عملي بڼه غوره کړې وي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان د پاکستان وړانديز رد کړ 04 جنوري, 2007 | خبرونه ډيورنډ د کرښې پر لانجې ځانگړې پروگرامونه23 جنوري, 2007 | خبرونه کرزى: په پوله دېوال وروڼه سره جلا کوي 28 دسمبر, 2006 | خبرونه کريم رحيمي : ترهگر له پاکستانه را اوړي 17 اکتوبر, 2006 | خبرونه د سپين بولدک پوله افغان چارواکو وتړله13 اپريل, 2006 | خبرونه رحمان :دډيورنډ د پولې په اړه يوه نوي تړون ته اړتيا ده22 سپتمبر, 2005 | خبرونه کرزى: پر پولوکټارې نه منو20 سپتمبر, 2005 | خبرونه د پولې په اوږدو کې کړکېچ به دايتلافى ځواکونو پوځيان هوارکړى05 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||