|
کرزى: پر پولوکټارې نه منو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزي د افغانستان-پاکستان پر گډو پولو د امنيتي کټارو د جوړولو مخالفت کړې دې. حامد کرزي ويلي، ډاډه ندې چې د گډو پولو د خوندې ساتلو په موخه دې د کټارو او اغزې لرونکو سيمانو کارول اغيزمن پريوځي. ولسمشرحامد کرزي وويل، نړۍ بايد د ترهگرۍ ريښې وپيژني او په اغيزمنه توگه يې له منځه يوسي.
څو ورځي وړاندي د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف پر پولو د طالب جنگياليو او نورو ورانکارو د تگ او راتگ د بندولو په موخه، د پاکستان-افغانستان پر پولو د امنيتې کټارو د درولو وړانديز وکړ. اسلام آباد د دوشنبې په ورځ کابل ته پر گډو پولو د کټارو جوړولو رسمي وړانديز کړ. ولسمشر حامد کرزي ويلي، پر گډو پولو د کټارو درول به د پولې اوسيدونکي يوار بيا سره بيل او له نورو ستونزو سره لاس او گريوان کړي.
افغانستان او پاکستان څه باندې ٢٤٠٠ کيلومټره اوږده مځکنې پوله لري. ځينو افغان شننونکو انديښنه څرگنده کړې چې، پر پولو د کټارو د درولو تر شا د ډيورنډ د لانجمنې کرښې د رسمي پيژندگلوي هڅه ده. د افغانستان و پاکستان تر منځ اوسنې پولې د نولسمې پيړې په وروستيو کې د افغان واکمن امير عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د استازي مالتيمور ډيورند لخوا وټاکل شوې. افغان چارواکې پر پاکستان نيوکه کوي چې، د پاکستان - افغانستان پولو کې د طالب جنگياليو او نورو ورانکارو د تگ او راتگ په مخ نيوي کې پاتي راغلې. خو پاکستاني چارواکې وايې، له وس سره سم يې د پاڅوونکو مخ نيوې کړې دې. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||