|
افغانستان د پاکستان وړانديز رد کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان او پاکستان د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار دغځولو او ماينونو د ښخولو پر سر کومې موافقې ته ونه رسېدل . په کابل د پاکستان لومړي وزپر شوکت عزيز اوافغان ولسمشر حامد کرزى تر گډې لېدنې کتنې وروسته دواړه مشران پر خپلو پخوانېو درېځونو ټينگ ولاړو . پاکستان دا کار د ترهگرى دمخنيوي لپاره اغېزمنه طرحه وبلله خو افغانستان د قومونو او کورنيو د بيلتون په توگه ياد کړ. نژدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان له خوا د ډيورنډ پر کرښه د ماين ښخولو يا دېوال درولو تر پريکړې وروسته دا لومړى ځل دى چې د دواړو هيوادونو لوړ پوړي چارواکي مخامخ خبرې کوي . په کابل کې د ولسمشر کرزي او د پاکستان د لومړي وزير شوکت عزيز په مشرۍ د يوۀ لوړ پوړي پلاوى تر خبرو اترو وروسته لاهم پر دغې کشالې ددواړو هېوادونو دريځونه مخالف دي . سره له دې چې افغان ولسمشر دپاکستان د لومړي وزير په وړاندې ددې کار مخالفت وکړ خو ښاغلي عزيز په ډاگه کړه چې د پاکستان په اند دا کار د ترهگرو دمخنيوي په برخه کې يوه اغيزمنه لاره ده . ( دماينونو ښخول ېوه لاره ده ، دېوال جوړول بله لاره او پر پوله گزمه کول بله لاره ده . پر پوله د غېر قانوني خوځښتونو د مخنيوي لپاره مختلفې لارې شته خو فکر کوم دماينونو اېښول او د اغزن تار اچول اغېزمنه لاره ده . خو دا کار به د دواړو هېوادونو دعادي وگړو د اړېکو د ساتلو او لېدنو کتنو لپاره خنډ نشي . يعنې په ځينو سېمو کې به دا کار تر سره شي . ) افغانستان په دې باور دى چې دغه ډول يو گام نه يوازې د ترهگرو د وراوښتو مخنيوى نه شي کولى بلکې د دوى په وينا وروڼه سره بېلوي . افغان چارواکي د ترهڅرو د ځالو له منځه وړل غواړي چې د دوى په گومان د پاکستان په خاوره کې دننه دي . ښاغلي عزيز ومنله چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ېو شمېر کمپونو کې ترهگر پټېږي او خپل ملاتړي لري . تر دې وړاندې د پاکستان ولسمشر په لومړي ځل کابل ته د سفر پر وخت دا منلې وه چې پر پوله شکمن ترهگر اوړي را اوړي . ښاغلي کرزي چې د تېر وخت په پرتله يې دپاکستاني مشرانو سره دافغانستان د دريځ په اړه واضح او جدي خبرې کولې وويل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه کولو لپاره د خبرو اترو دوام مهم دى ،خو د دغو خبرو پايلې يې په راتلونکي کال کې دافغانستان دامنيت په څرنگوالي پورې وتړلې . د ښاغلي عزيز دغه سفر په داسې وخت کې شوى چې د ډيرو په گومان د دغو دواړو گاونډيو هيوادونو ترمنځ اړيکي تر بل هر وخت ډيرې خړې پړې دي . ځينو افغان چارواکو په دې وروستيو کې آن پر دې شک ښوولى چې پاکستان دې د سيمې د سولې او سوکالۍ لپاره کيدونکې جرگه وکړي . خو دغه شکونه شوکت عزيز له ښاغلي کرزي سره په گډ خبري کانفرانس کې ورک کړل او اعلان يې وکړ چې اسلام اباد هم د کابل غوندې يو کميسيون جوړ کړى چې د دغه جرگې لپاره چمتووالى وکړي . د پاکستاني لومړي وزير بله يادونه چې ښايي افغان چارواکي خوښ کړي دا وه چې د افغانستان بيا رغاونې ته د پاکستان له خوا مرستې ٥٠ ميليونه ډالره زياتيږي . د سياسي چارو شننونکي په دې باور دي چې تر څو د اسلام اباد او کابل ترمنځ بنسټيز مسايل حل نه شي نورې چارې به اوږدمهالې پايلې ونه لري . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||