BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:58 گرينويچ 2006 ,13 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د سپين بولدک پوله افغان چارواکو وتړله

سپين بولدک
دغه پوله ډير کله پاکستاني پوله ساتي تړي
د سپين بولدك يو شمېر وګړي وايي چې سرحد د څلورو ساعتونو لپاره د خلكو او موټرو پر مخ په ټپه بند و، خو د كندهار ولايتي چارواكي يوازې د يو ساعت لپاره د پولې د بندېدو تائيد كوي.

د كورنيو چارو وزارت وياند محمد يوسف ستانكزى وايي چې د كندهار سپين بولدك ولسوالۍ ته د سرحدي پوليسو عمومي رئيس جنرال هارون آصفي سفر درلود، د ده په خبره د دغه سفر موخه د سپين بولدك له پولې څخه ليدنه او د سرحدي پوليسو تكړه كول و.

د افغان چارواكو له لوري د سپين بولدك د پولې پر بندېدو باندې سيمه ييزو خلكو او ځايي تجارانو سخت غبرګون ښوولى دى، دوى وايي چې د پولې د بندېدو له كبله يې سوداګرۍ ته ډير زيانونه وراوښتي دي.

دغه پوله څو_څو ځله د پاكستان چارواكو له لورې تړل شوې وه، پر دغه پوله هره ورځ په لسګونو زره افغانان تګ_راتګ كوي او د دغه هيواد د سويل لوېديځو ولايتونو ډېرى وګړي د كوچنيو تجارتونو تر څنګ په پراخه پيمانه ناروغان هم د درملنې لپاره ګاونډي هيواد پاكستان ته بيايي.

د سپين بولدك د پولې ارزښت په دې كې بلل كېږي چې د همدغه سرحد له لارې منځنۍ آسيا د نړۍ له نورو هيوادونو سره تړل كېږي او ګڼ تجاران د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه د سمندر له لارې پر همدغه سرحد باندې منځنۍ آسيا ته تجارت كوي.
ځينې افغان چارواکي تور لگوي چې له پاكستان څخه طالب اورپکې افغانستان ته وراوړي .

د پولې تړل شايد ځينې د طالب اورپکو له ممکنه بريدونو سره وتړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت