BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:53 گرينويچ 2005 ,22 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
رحمان :دډيورنډ د پولې په اړه يوه نوي تړون ته اړتيا ده
دډيورن کرښه
دډيورن د تړون نېټه دولس کاله مخکې پوره شوې ده
په لومړي ځل د پاکستان يوه جگپوړي چارواکي ومنله چې له افغانستان سره د پولې په توگه د ډيورنډ کرښې موضوع ناندره ييزه ده او په دې اړه يوه نوي تړون ته اړتيا ده.

د صوبه سرحد والي قوماندان خليل الرحمان پرون خبريالانوته وويل چې د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ د ډيورنډ تړون د سلو کلو لپاره لاسليک شوى وو چې دغه نېټه دولس کاله مخکې پوره شوې ده.

دډيورن کرښه
 په پښتنو کې تر نن ورځي پورې د ډيورن کرښه چا نه ده منلى
عوامي نشنل پارټۍ پخوانى مشر اجمل
دا څرگندونې د ولسمشر پروېز مشرف له خوا پر پوله د امنيتي ديوال د جوړېدو تر وړانديز وروسته شوي چې افغان ولسمشر حامد کرزي رد کړ.

د صوبه سرحد والي هم منلې چې دغسې ديوال به په افغانستان او پاکستان دواړو کې د قبايلي وگړو له مخالفت سره مخامخ شي.

هغه وويل چې ددې پرځاى دې اسلام آباد او کابل د پولي په اړه يو نوى تړون راجوړ کړي.

د پښتنو د يو ملت پاله گوند عوامي نشنل پارټۍ پخوانى مشر اجمل خټک وايې چې هيڅوک بايد په دغه مسله خبري ونه کړي ځکه چې دا مسله يواځې د پښتنو تر منځ ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت