|
م م : د سرحد د والي خبرې د حيرانتيا وړ دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تام کونيکز نن په کابل کې په يوې خبرې غونډه کې خبرې کولې . هغه په داسې حال کې چې د ښاغلي ورکزي څرگندونې نا سمې وبللې ټينگار يې دا وو چې پاکستان بايد په ډاگه کړي چې دا د هغه حکومت رسمي دريځ دى او که د يو والي ؟ په همدې حال کې افغان حکومت او د دغه هيواد ولسي جرگې د صوبه سرحد د والي د څرگندونو غندنه کړې او دا يې هم ويلي چې دا د ترهگرۍ په وړاندې د پاکستان د سياستونو دوه مخي په ډاگه کوي . د صوبه سرحد د والي علي احمد خان ورکزي د هغو څرگندونو په غبرگون کې چې ويلي يې ول په افغانستان کې روانه جگړه ازادي غوښتونکي بڼه لري د افغان چارواکو تر څنگ د ملگرو ملتونو چارزوراکو هم له پاکستانه غوښتي چې د ترهگرۍ په وړاندې دې خپل دريځ جوت کړي . تيره ورځ افغان چارواکو د ښاغلي ورکزي څرگندونې رد کړې او هغه يې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې د پاکستان دوه مخى سياست وبللو . په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تام کونيکز وايي سره د دې چې پاکستان تل د ترهگرۍ په وړاندې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې سره د مبارزې ټټر وهلې خو د سرحد صوبې د والي وروستۍ څرگندونې د حيرانتيا وړ دي . هغه په پاکستاني چارواکو غږ وکړ چې د والي د دغو څرگندونو په اړه خپل رسمي دريځ روښانه کړي : (( ما د ښاغلي ورکزي څرگندونې ولوستې او هک پک يې کړم . زما په نظر بايد د پاکستان حکومت دا روښانه کړي چې د ښاغلي ورکزي دريځ د حکومت دريځ دى او يا د دغه والي شخصي نظر . په کار دي چې دا خبره روښانه شي خو زه د دغو څرگندونو مخالف يم او دغه شان څرگندونې سمې نه دي .)) په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي زياته کړه چې هغه په دې پوهيږي چې دغه شان څرگندونې د پاکستان په ځينو سياسي کړيو کې کله نا کله کيږي خو داسې نه گڼي چې د پاکستان حکومت دې هم په همدې نظر وي هغه ټينگار لاره هغه کسان او سياسي ډلې چې په پاکستان کې د طالبانو ملاتړې دي په دې پوه شي چې طالبان او نورې ترهگرې ډلې نه يوازې په افغانستان د سولې او ټيکاو لپاره گواښ دي بلکې هغوى په سيمه او نړۍ کې سوله او سم سمکى د گواښ سره مخامخ کولاى شي . په همدې مهال د افغانستان ولسي جرگې په يوې خپره شوې اعلاميه کې د ښاغلي ورکزي څرگندونې غندلي او هغه يې د افغانستان په کورنيو چارو کې بربنډه لاس وهنه بللې ده . تيره ورځ افغان حکومت هم د صوبه سرحد د والي خبرې غندلې وې او هغه يې د ترهگرۍ په وړاندې د پاکستاني چارواکو دوه مخى سياست بللى وو . تر دې وړاندې اسلام اباد او کابل تل په سيمه کې د ناامنيو پړه پر يو بل اچولې او يو بل يې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې په پاتې راتلو گرم بللى خو د لومړي ځل لپاره د صوبه سرحد والي په يوه خبري غونډه کې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه تر پوښتنې لاندې راوسته او دايې څرگنده کړه چې اوس مهال دغه جگړه په ملي پاڅون او ازادي غوښتنې په بڼه اوښتې ده . خو که چيرته دا تابته شي چې دغه څرگندونې د ښاغلي ورکزي شخصي نظر دى نه ده پاکستان د حکومت . نو په دې سره به يوه خبره روښانه شي او هغه دا چې د پاکستان په حکومت کې د ټولو غاړو دريځ د هغې جگړې په اړه چې اوس مهال افغان حکومت او نړيواله ټولنه په کي ښکيل ده يو شان نه دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||