|
افغانستان او بريتانيا پرخپل منځي همکارى غږيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزى د چارشنبې په ورځ په لندن کې د برتانيې لومړي وزير ټوني بلير سره د افغانستان پر امنيت او بيارغونې خبرې کوى هيله کيږي چې دوى به د امنيت او بيا رغونې تر څنگ مخدره موادو او تروريزم پرضد مبارزې او د دواړو هيوادو ترمنځ د همکارى د لا پياوړتيا په هکله هم وغږيږي په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له ړنگيدو نه راهيسې برتانيا د افغان حکومت ټينگه ملگرتيا کړې . د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې د برتانيې په زرگونو عسکر ميشته دي چې د اورپکو پرضد جنگيږي د امريکا د متحدو ايالتونو وروسته برتانيا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوى هيواد دى . همدا راز برتانيا په افغانستان کې د نيشه أي شيانو پرضد د نړيوالو هڅو مشرى کوي . وروستيو کلونو کې هلته د کوکنارو کر او د نيشه أي شيانو قاچاق ډيردى پدې وروستيو کې داسې نښې ښکاره شوې وې چې کيداى شي د دواړو هيوادو ترمنځ د ځينو مسلو پرسر تاوتريخوالى او د نظريو اختلاف رامنځته شوى وي ځينو افغان چارواکو د هلمند ولايت د موسى کلا په ولسوالى کې د برتانوي پوځيانو له خوا د ناندره ايزه معاملې پر معقوليت باندې نيوکې کړي . ددغې معاملې يا جوړجاړي له مخې وروسته لدې نه چې قومي مشرانو ژمنه وکړه چې طالبان به هلته نه پريږدي برتانوي پوځيان ووتل خو لندن به غواړي چې کابل په هيواد کې د فساد د له منځه وړلو لپاره نور جدي گامونه واخلي ددې شيانو سره سره به دواړه خواوې د افغانستان د بياودانولو لپاره په گډه همکارى بيا ټينگار وکړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||