|
حامد کرزى: د امن جرگه بايد ژر جوړه شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او پاکستان له خوا د امن جرگې د ژر جوړيدو هيله کړې چې په وينا يې په سيمه کې د امن په راوستو کې مهمه ده ښاغلي کرزي چې د عبدالعلي مزاري د يولسم تلين په مناسبت يې يوې غونډې ته خبرې کولې زياته کړه په افغانستان کې د سولې او امنيت ټينگښت د ټولو شهيدانو يوه هيله وه چې په دې لارکې يې حتى خپل ځانونه ونه سپمول. په افغانستان کې د وحدت گوند د وژل شوي مشرعبدالعلي مزاري د يولسم تلين په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې د افغان ولسمشرحامد کرزي خبرې په دغه هيواد کې د سولې او ټيکاو په راوستلو او د ملي يوالي په لارو چارو را ټولې وې. ولسمشر کرزي پر افغان ځوانانو غږ وکړ چې د هيواد د سمبالولو لپاره دې لا ډيرې هڅې وکړي او د هغو شهيدانو هيلې دې پوره کړي چې په وينا په هيواد کې د ملي يوالي غوښتونکي و. (( زه بيا هم د تير کال په څير يو ځل بيا د دغه هيواد پر ځوانانو غږ کوم چې شپې او ورځې دې زيار وباسي ،درس دې ووايي او ځانونه دې ورسوي چې د دوى په مټ په راتلونکي کې موږ سپينږيري آرامه ووسو.)) دغې غونډې ته چې ځينې حکومتي چارواکي ، جهادي مشران او سلگونو کسان ور بلل شوي و ښاغلي کرزي وويل که څه هم افغانستان د پرمختگ په لور روان دى خو شته ځينې ستونزې چې په وينا يې روانې چارې يې له خنډ سره مخامخ کړي دي. (( افغانستان د راتلونکي لپاره د پرمختگ پر لور روان دى خو افغانستان ستونزې هم لري. زموږ ستونزې اوس هم په افغانستان کې د تروريزم بريدونه او ظلم دى. له گاونډيو سره د ښو اړيکو د ساتلو په موخه موږ اقدامات کړي او په ځانگړي توگه له پاکستان سره.)) ښاغلي کرزي زياته کړه افغانستان له گاونډيو هيوادونو سره ښيې اړيکې لري او په ځانگړې توگه يې له پاکستان سره د ترهگرۍ پرضد مبارزې کې د امن د سيميزې جرگې د جوړيدو تيارى هم نيولى دى. افغان ولسمشر چې د عبدالعلي مزاري د يولسم تلين په مناسبت يوې غونډه ته خبرې کولې وويل دى هيله مند دى چې دامن سيميزه جرگه ژر تر ژره جوړه شي. عبدالعلي مزاري په افغانستان کې د وحدت د گوند مشر و چې له اوسه يولس کاله وړاندې د کابل په ختيځ کې د طالبانو له لوري ووژل شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||