|
نړيوال ايتلاف په طالب ځپلو پاکستان وستايۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بگرام له پوځي اډې نه په خپره شوې دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د ډيورنډ کرښې ته په ورڅيرمه سيمو کې د دا ډول همکارۍ په کچه کې څرگند زياتوالى ليدل کيږي . دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو په پرله پسې توندو څرگندونوسر بيره د وسله والو طالبانو د کنترول له اړخه پر پاکستان نريوال فشا ر ورځ په ورځ په ډيريدو دى . د بگرام له اډې نه په خپره شوې دغه اعلاميه کې له لويه سره ډاډ ښودل شوى چې د افغان ، پاکستاني او امريکايي ځواکونو ترمينځ د ترهگرۍ خلاف روانه جگړه کې د متقابلې همکارۍ کچه گواکې په چټکۍ په پراخيدوده . ددې بيلگه د پکتيکا په شکين کې د جمعې په ماښام د پاکستاني پوځيانو په مرسته د هغو کسانو ځپل ښودل شوي چې د کرښې دې اړخ ته له بريدونووروسته يې بيرته د پاکستان خاورې ته د ننوتو هڅه کوله . اعلاميه وايي چې پاکستاني پوځيانو، افغان او امريکايي ځواکونو ته په دقيق ډول د دغه وسله وال گروپ موقعيت وروښود او پايله د تښتيدونکي گرو پ له مينځه تله راوواتل. که څه هم چې د ترهگرۍ خلاف جگړه کې د پاکستان د ونډې په اړه د افغان چارواکو د توندو څرگندونوخلاف د امريکايي پوځيانو څرگندونې تل په ا حتياط او هڅونوولاړې وې ، خو دا لومړى ځل دى چې امريکايان په دې برخه کې په دومره صراحت د پاکستاني پوځيانو ونډه ستايي . په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د گډې همکارۍ په پراخيدوسره به پولې ته په ور څيرمه ټوله سيمه کې امنيت په چټکۍ سره غښتلى شي او د اورپکو د تيريدوراتيريدو مخه به ونيول شي . دوسله والو طالبانو د کنټرول په اړه پر پاکستان د لويديځ فشار د ځينوپه گومان ورو ورو اغيز پري باسي . داسې اشارې شته چې پخپله افغان چارواکي هم گواکې پټه خوله د اورپکو خلاف د پاکستان له دې وروستي دريځ نه راضي دي ، خو لا يې هم په دې برخه کې د امريکايانوپه څير ډاگېزه څرگندونې نه دي کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه م م: په پوله ماين او دېوال مسايل نه حل کوي27 دسمبر, 2006 | خبرونه ناټو د افغانستان پر امنيت له پاکستان سره خبرې کړي17 مۍ, 2006 | خبرونه پاکستان د رسنيو څرگندونې رد کړې30 نومبر, 2006 | خبرونه کرزى : پاکستان غواړي افغانستان بې ثباته کړي 13 دسمبر, 2006 | خبرونه کابل : پر ډيورنډ کرښه دېوال ولسونه بېلوي26 دسمبر, 2006 | خبرونه ډيورنډ د کرښې پر لانجې ځانگړې پروگرامونه23 جنوري, 2007 | خبرونه ښاغلي خرم پر پاکستاني رسنيو نيوکې وکړې03 جنوري, 2007 | خبرونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداگري زياته شوې09 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||