|
ناټو د افغانستان پر امنيت له پاکستان سره خبرې کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناټو چارواکو د افغانستان له امنيت نه د ملاتړ په موخه ، له پاکستان سره د مخابراتي اړيکو د جوړولو په تړاوو په نژدې راتلونکي کې د يوه تړون د لاسيک کيدو خبر ورکړى دى . د تړون د لاسليک کيدو پر سر موافقه په دې وروستيو کې دغه هيواد ته ، د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي حکمت چتن د سفر په پايله کې شوې ده . د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو او پاکستاني چارواکو تر مينځ د مخابراتي اړيکو د جوړولو په تړاوو د دغه لاسليک کيدونکي تړون اصلي موخه د افغانستان له امنيت سره مرسته ښودل کيږي . د تړون د لاسليک کيدو تکل په داسې حال کې شوى چې ناټوپه دې وروستيو کې د افغانستان سويل ته د خپل امنيتي ماموريت د غځولو پريکړه کړې ده . د تړون د لاسليک د نظريې په سر موافقې ته په رسيدو سربيره ، له ترهگرۍ سره د جگړې او په ځانگړې توگه پولې ته په ورڅيرمه قبايلي سيمو کې د توند لارو خلاف د پريکنده گامونود پورته کولو اړتيا ته اشاره ، دافغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي حکمت چيتن او پاکستاني چارواکو تر مينځ د خبرو اترو نور مهم ټکي ښودل شوي دي . د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي ادارې وياند مارک ليتي په کابل کې خبريالانو ته د څرگندونو په مهال ، پاکستان ته د ښاغلي چيتن سفر خورا مهم او بريالى وبالۀ . وياند زياته کړه چې ښاغلي چيتن د پاکستان د ولسمشر او د باندينيو چارو د وزير په گډون د دغه هيواد چارواکو ته ، له افغان امنيتي ځواکونو سره د ترهگرۍ خلاف جگړه کې د خپل منځي همکارۍ د لا زياتې پراختيا وړانديز هم کړى دى . ټينگار يې دا وو چې د دواړو گاونډيو هيوادونو ترمينځ له نژدې همکارۍ پرته ترهگر گواکې نه شي ماتيدلى . په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پاى ته رسيدو راهيسې له څلورو کالو زياته موده تيريږي . خو طالبان لاهم په دې هيواد او په ځانگړې توگه سويلي پولو ته په ورڅيرمه سيمو کې نه يوازې فعال دي ، بلکه د خرپ او ترپ د بريدونو کچه يې هم ورځ په ورځ په پراخيدو ده . د افغانستان دولت اوان د دو لت نړيوال ملاتړي دا گڼي چې د پولې ها خوا قبايلي سيمې گواکې د طالبانو د روزنې او پټيدو اصلي مرکزونه دي . همدا ډول يوه انگيرنه هغه څه دي چې پاکستاني چارواکي يې له پرله پسې نيوکو او فشار سره مخامخ کړي دي . په پاکستان تر ټولو لوى شک دا دى چې گواکې د ترهگرۍ د مخنيوي لپاره خپل ټول ځواک او ټول امکانات نه کاروي . خو پاکستاني چارواکو تل دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي دي او خپل هيواد د ترهگرۍ خلاف ټل والې مهم غړى بولي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||