BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:07 گرينويچ 2007 ,03 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښاغلي خرم پر پاکستاني رسنيو نيوکې وکړې
د افغانستان او پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزيران
د پاکستان د اطلاعاتو وزير وويل چې بايد د دواړو هيوادونو د رسنيو تر منځ اړېکې پياوړي شي
د افغانستان او پاکستان د اطلاعاتو او کلتورو وزير انو داسې مهال په رسنيو کې د منفي پروپاگنډو ددرولو غوښتنه کړې چې ددواړو هيوادونو تر منځ اړيکې د هر بل وخت په پرتله ډېرې ترينگلې بللې کيږي .

دغه څرگندونې داسي مهال کيږي چې په پام کې ده د پاکستان لومړى وزير په يو رسمې سفر سبا کابل ته ورسيږي .

ډيرى دا د دواړو هيوادونو د مشرانو له خوا يو پر بل د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې د نه همکارۍ په تړاو د تورنو او نورو نيوکو پايله بولي ، خو يو شمير نور بيا باورلري چې رسنيو هم ددغو اړيکو پر خرابولو اغيز کړى .

په همدې ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور وزير کريم خرم پر پاکستاني رسنيو تور لگوي چې د ناسمو رپوټونو په خپرولو سره گواکې چې خلکو ته د افغانستان په اړه غلط انځو ر ورکوي .

يو شمير نور افغان ليکولان او خبريالان هم پر پاکستانى رسنيو ورته نيوکه لري . دوى وايې د پاکستان په رسنيو کې ډير زور په افغانستان کې د مرگ ژوبلو پر رپوټونو اچول کيږي او گواکې چې دغه رسنۍ اوس هم د افغانستان حکومت د افغانانو يو مشروع واکمني نه بولي او داسې ښيي چې گواکې افغانستان د د پرديو له خوا نيول شوى يو هيواد دى.

د پاکستان لوري هم نژدې ورته شکايت لري . د پاکستان د اطلاعاتو وزير محمد علي دراني وايې افغانستان ته يې د سفر موخه هم داده چې ددغو ستونزو د حل لارې ولټول شي . ده په همد ې موخه دداوړو هيوادونو پر رسنيو غږ وکړ چې له منفي تبليغاتو څخه دې لاس واخلي .

د پاکستان د اطلاعاتو وزير دا هم وويل چې په دې موخه بايد ددواړو هيوادونو د رسنيو تر منيځ اړېکې پياوړي شي .

"زه باور لرم چې ددې لپاره بايد رسنيو ته دازمېنه برابره شي چې دقېق معلومات ترلاسه کړي . اړينه ده چې رسنۍ اگاه وي او د افغانستان او پاکستان د پيښو په اړه دمعلوماتو سرچينو ته لاس رسى ولري . که چيري داسې وشي ، ناسم پوهاوى نه رامنځته کيږي . "

ښاغلي خرم دداوړو هيودونو ترمنځ د رسنيو په برخه کې د پاکستان د اطلاعاتو وزير له څرگندونو هرکلى وکړ او هيله يې څرگنده کړه چې پاکستان دې په دې اړه عملي گامونه اوچت کړي . دغه څرگندونې داسې مهال کيږې چې په پام کې ده د پاکستان لومړى وزير د پنجشنبې په ورځ په يو رسمي سفر کابل ته راشي .

اټکل کيږي چې په دغه سفر کې د پاکستان له خوا د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې د ماينونود خښولو پر لانجمنې طرحې او دترهگرۍ په وړاندې د گډې مبارزې په اړه د همکاريو د زياتو لو پر لارو چارو خبرې وشي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت