BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:22 گرينويچ 2006 ,30 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان د رسنيو څرگندونې رد کړې
ميرمن اسلم د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ويانده
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې د رسنوي له خوا د خورشيد قصوري را اخيستل شوې خبرې ناسمې وبللې
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپرندويو رسنيو کې د خورشيد قصوري له خولې ويل شوې هغه څرگندونې رد کړې چې گواکې دوى په کابل کې د يوۀ ايتلافي حکومت جوړيدل غوښتي دي .

د رسنيو د هغه رپوټ په غبرگون کې د چارشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت بيان خپور کړ او دا خبره يې د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان د لاسوهنو يوه نخښه وبلله .

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په خپارۀ شوي بيان کې راغلي دي چې رسنيو د ښاغلي قصوري د يوۀ خصوصي محفل خبرې په ناسم او غلط ډول خپرې کړې دي .

له اسلام اباده خپور شوى بيان وايي (( پاکستان دا نه دې ويلي چې په افغانستان کې طالبان مخ په برياليتوب دي . ))

په افغانستان کې د ښاغلي قصوري په ادعا شويو خبرو نه يوازې د بهرنيو چارو د وزارت له خوا سخت غبرگون وښوول شو بلکې نن د ولسي جرگې په غونډه کې هم دغه مساله ياده او وغندل شوه .

په کابل کې د سيمې د مطالعاتو د څيړنې رسمي مرکز هم پر همدغو څرگندونو نن ( پنجشنبې ) يو سيمينار لري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت