BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:24 گرينويچ 2006 ,29 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل د اسلام اباد د جوړ جاړۍ نظر په کلکه رد کړ

سپنتا
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير به ډير ژر له خپل پاکستاني سيال سره په کابل کې ويني
افغانستان د پاکستاني چارواکو هغه نظر په قهروړي ډول رد کړى چې وايي په کابل کې دې نوى ايتلافي حکومت جوړ شي .

په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په يوې خپرې کړې اعلاميې کې هغه دريځ بيا تکرار کړى چې گواکې پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي .

د کابل او اسلام اباد ترمنځ دغه نوې ناندرۍ په داسې وخت کې پيدا شوې چې دواړه غاړې د سيمې د امن او سوکالۍ په نامۀ د يوې جرگې د جوړيدو تابيا کوي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د رسنيو په حواله خپارۀ شوي يوۀ بيان ته ځواب وايي .

د دوى په وينا پاکستاني مقاماتو د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو ته وړانديز کړى چې طالبان دې د افغانستان په يوۀ نوي ايتلافي حکومت کې ځاى شي او د دغه حکومت مشري دې د ولسمشر کرزي په غاړه نه وي .

کابل دا د دوى په وينا د پاکستان څرگنده لاسوهنه گڼي. بل پلو پاکستاني مطبوعات د هغه هيواد د اورگاډيو د وزير له خولې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يوې مهمې اقتصادي پروژې په وړاندې د ځنډ او خنډ خبر خپروي .

پاکستاني غاړې افغان حکومت پړ بللى چې د چمن او کندهار ترمنځ د اورگاډي د کرښې د غځولو لپاره اجازه نه ورکوي .

د افغان حکومت له لورې تر اوسه په دې باب څه نه دي ويل شوي . خو دغه ټولې وروستۍ څرگندونې په داسې وخت کې خپرې شوي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ډير ژر کابل ته راتلونکى دى .

خورشيد قصوري به له خپل افغان سيال ډاکټر سپنتا سره د هغې جرگې پر جوړيدو خبرې کوي چې کابل يې د سيمې د امن او سوکالۍ جرگه بولي .

د دې جرگې وړانديز حامد کرزي د ولسمشر بوش په حضور کې جنرال مشرف ته کړى و . څو ورځې وړاندې د ښاغليو بوش او کرزي په تيلې فوني خبرو کې هم د دغې جرگې پر چمتوواليو رڼا اچول شوې وه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت