|
مشرف :د طالبانو مراکز په افغانستان کې دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني ولسمشر جنرال پرويز مشرف ويلي دي چې هېواد يې د طالبانو د بقا مسوول نه دى. اسلام آباد څخه برتانوي ټيلى ويژني شبکې چېنل فور سره په يوې ځانګړې مرکه کې جنرال مشرف وويل چې جنګيالو د خپلو فعاليتونو لپاره افغانستان کې مراکز جوړ کړي دي او ويې منل چې اورپکي پاکستان کې هم خواخوږي لري. هغه وويل چې د پولې بلې غاړې ته د جنګيالو د مخنيوي لپاره پاکستان افغانستان سره همکاري کوي. د جنرال مشرف په وينا: (( موږ له پکار دي چې افغانستان کې دننه د جنګيالو فعاليتونه او هر هغه څه چې پاکستان کې کيږى د دواړو په ضد ګامونه واخلو ولې افغانستان کې د اورپکو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره کلک ګامونه اخستل پکار دي )) کله چې د جنرال مشرف څخه وپوښتل شول چې آيا کوټه د طالبانو مرکز ګرځيدلى نو هغه وويل : د ډلې مرکز افغانستان کې موجود دى- طالبانو د خپل قوماندې نظام په ٥ برخو کې ويشلې دى چې هره سيمه يو قوماندان لري. جنرال مشرف ادعا وکړه چې جنګيالو ته د نړيوالو قاچاقبرو د لارې پېسې ورکول کيږى. د جنرال مشرف په وينا کوټه د دغه رنګې فعاليت لپاره يوه سرچينه ده.پاکستاني ولسمشر زياته کړه چې په پاکستان د تورونو لګولو په ځاى دې ځمکني حقايق په پام کې ونيول شي او ماتې دى په برياليتوتوب کې بدل کړى شي. هغه وويل چې بعضو خلکو له پاکستان څخه د قربانۍ د ګډورې په جوړولو يوه ډيره آسانه لار خپله کړې ده. هغه زياته کړه که چيرې په پاکستان د تورونو سلسله هم دغه رنګې جاري وي نو کيدى شى افغانستان کې په بشپړه توګه برياليتوب ترلاسه کول مشکل وي. پاکستاني ولسمشر وويل چې هغه په پوله د غير قانوني تګ راتګ د مخنيوي لپاره يو څو وړانديزونه کړي و چې پکې ازغن تار او په پوله ماين ښخول هم شامل و. هغه يو وارې بيا په پوله د ماين ښخولو د خپل وړانديز تکرار وکړ چې د جنرال مشرف په وينا د دغې کار په بنياد به دا يقني کړى شي چې هيڅوک په غير قانوني توګه د پولې څخه تير نه شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د طالبانو پر سر د افغان - پاک ستونزه څنگه غوڅيداى شي ؟02 اکتوبر, 2006 | خبرونه مشرف له طالبانوسره دISI مرسته نه مني 28 سپتمبر, 2006 | خبرونه کرزى پر ترهگرۍ له بوش او مشرف سره خبرې کوي12 سپتمبر, 2006 | خبرونه مشرف : بوش زۀ او افغان مشر گډې غونډې ته بللي يوو11 سپتمبر, 2006 | خبرونه مشرف: طالب او القاعده در اوړي ، په ما شک مه کوئ07 سپتمبر, 2006 | خبرونه افغان چارواکو د ښاغلي مشرف نيوکې ردکړې06 مارچ, 2006 | خبرونه مشرف له چينه بخښنه وغوښته21 فبروري, 2006 | خبرونه مشرف: کالاباغ پاکستان نه نړوي اوبه ورکوي23 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||