|
د طالبانو پر سر د افغان - پاک ستونزه څنگه غوڅيداى شي ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان او پاکستاني ولسمشرانو يو ځل بيا په واشنگټن کې د خپلې لېدنې پر مهال يو بل د مخالفو وسله والوسره په مبارزې کې په ناکامى تورن کړل. ولسمشر حامد کرزي پر خپل پاکستاني سيال نيوکه وکړه چې په وزيرستان کې يې د طالبانو د ملاتړو سره معامله کړې چې دده په وينا له کبله يې دافغانستان په سويل کې دوسله والو فعاليتونه زيات شوي دي. د پاکستان ولسمشر په متقابلو نيوکو کې خپل افغان سيال تورن کړ چې په واقيعتونو ستر گې پټوي خو ښاغلي کرزي په ډاگه کړه چې د پا کستان دولت هغو ديني مدرسو ته پام نه کوي چې تاوتريخوالى او بنسټ پالنه خوروي. په همدې حال کې چې د دواړو هيوادونو مشران په واشنگټن کې وو ډله اېزو خبري رسنيو پر پاکستاني واکمنو زيا ت فشار راوړ چې دترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې زېات کار وکړي . په همدې وخت کې د برتانيي ددفاع وزارت يوې منبع د پاکستان څارگره اداره د طالبانو سره په مرستې کولو تورنه کړه ، اودوه ورځې وړاندې د هند دولت دداسې اسنادو د درلودلو يادونه وکړه چې ددغه هېواد د ممبيي ښارپه چاودنو کې د پاکستان داستخباراتې ادارې يا اى اس اى لاس درلودل ښيي . دنړيوال بحران د اسياد برخې د پروگرامونو مشر رابرت ټيمپلروايي پاکستان په رښتېا ډېر کار کولاى شي . ” هغوى بايد د طالبانو مشران په ځانگړي توگه دهغوى پوځي قومندانان ونيسي . چې زيات يې په کويټه کې دي ، هغوى بايد په دغه سېمه کې چې افغن پولې ته نژدې ده دېر کاار وکړي . يو له هغو لاملونو څخه چې ښاغلى مشرف نه غواړي پولو ته نژدې سيمو کې دې امنيت رانشي د پاکستاني پوۍ په گټه ده . هر کار چې په دغه سېمه کې وشي بې قانوني او بې مسوليتي يې بولي . په داسې حال کې چې هغوى د جهادي ډلو روزلو او افغانستان ته د طالبانو تلو راتلو ته اجازه ورکوي .” کار پوهان په دې باور دي چې افغانستان ته د طالبانود ډېر ازاد نفوذ لامل له پاکستان سره د گډې اوږدې بې کنټروله پولې شته والى دى . داسيا د څېړنو د ټولنې مشر لاري رابينسن وايي که افغانستان ،پاکستان او د امريکا په مشرى نړيېوال اييتلاف وغواړي د طالبانو د له منځه وړلو په ډگر کې ډېر کار کېداى شي . “ زه په خپله داسې فکر کوم چې بې له شکه پرويز مشرف د القاعدې او طالبانو سره د مبارزې او د هغوى د تلو را تلو د مخنيوي لپاره هڅې کوي . اوس د وړتيا او توان خبره مطرح ده . چې زما په نظر هم د پاکستان دولت ، هم افغانستان او دامريکا په مشرى اېېتلاف پدې برخه کې زيات کار کولاى شي . خو بايد په پام کې ولرو چې په تېر وخت کې په دغه هر اړخ کې د فشارونو له کبله ونشو کولاى دا کار تر سره کړي .” خو ايا دپاکستان او افغانستان په گډه پوله کې د طالبانو سره د مبارزې سياست هغه ډول دى چې افغان چارواکې وايي د پاکستان د امنيتي چارواکو لخوا په غير صادقانه ډول پر مخ بيول کيږي .
دافغانستان د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډاکټر عبدالله چې په کابل کې له خبريالانو سره غږېده په دې باور دى چې په سيمې کې د بدلونونو او نړيوال فشار سره سره ښاغلى مشرف په پاکستان کې د خپل موقيعت د ساتلو لپاره تر اوسه د طالبانو څخه د ملاتړ پر سيا ست تکېه کړې ده . “د ښاغلي مشرف لپاره د پوځي موقف ساتل يو نه بد لېدونکى اصل دى . او په دې برخه کې به هيڅ وخت معامله ونکړي . په پاکستان کې د عمو مي افکار راجلبول هغه ستراتېژي ده چې مشرف په کار اچولې . خو په دې کې طالبانو ته د ځاى ورکول ، د طالبانو او دهغوى د ملاتړو سره دمعاملې کول او هغوى ته د يوډول مشروعيت ورکول هغه گامونه دې چې ممشرف اخيستي . فکر کوم چې مشرف د نړيوال فشار له مخې دې ته متوجه دى لکه څرنگه چې په خپل کتاب کې يې هم ليکلي چې په ٢٠٠١ کال کې د امريکا د سخت فشار سره مخامخ وو او اوس هغومره فشار نشته . . ده طالبانو ته کافي وخت ورکړ چې ځانونه بيا سمبال او دافغانستان په دننه کې بريدونه وکړي . داټول کېداى شي هغه لاملونه وي چې پاکستان د طالبانو د قوي کېدو سيا ست ته دوام ورکړي .” کار پوهان وايي سره له دې چې په افغانستان کې سوله او ټيکاو د دواړو هېوادونو په گټه دى . خو د دواړو دولتونو تر منځ پخوانيو تربگنيو د باور د فضا د راتلو مخه ډب کړې ده . په نيو يارک کې مې دنړيوالو مطالعاتو دمرکز له مشر او دافغانستان دچارو له کار پوه بارنيټ روبين نه وپوښتل چې ايا امريکا به ددغو ٢ گاونډېو هېوادونو د اړيکو د ښه کولو لپاره څه وکولاى شي .
“ زه فکر کوم ستونزه داده چې دامريکا دولت او په لوړه کچه ښاغلى بوش هڅه کوي ښاغلى کرزى او پروېز مشرف د ٢ کسانو په توگه سره نژدې کړي . په داسې حال کې چې رېښتېنې ستونزه دانه ده ، اصلي موضوع داده چې افغانستان او پاکستان جلا جلا ملي گټي لري او تا سو نشي کولاى د اختلاف د غو منابعو ته په نه کتو سره د هغوى اړيکې ښې کړي . زما په فکر بوش کولاى شي پر پاکستان ډېر فشار راوړي ، پاکستان د ترهگرى سره د مبارزې په ډگر کې دامريکا ملگرې ده ځکه اسلام اباد نه غواړي چې القاعده دې د لويديځ پر گټو بريد وکړي . خو موضوع د پاکستان سيمه ايزې گټي دي چې د افغانستان او امريکا سره توپير لري ، امريکا کولاى شي له نورو لارو پر پاکستان فشار راوړي متلا ورته ووايي که تاسو هغو کساننو ته پناورکوى چې د ناټو پر سر تېرو بريئونه کوي نو موږ به تاسو اف ١٦ جنگي الوتکې درنکړو.” حا مد کرزى وايي په درې اړخېزو ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ډېو رنډ د پولې ددواړو غاړود قومونو د مشرانو ترمنځ دې جرگه جوړه شي چې دافغانستان او پاکستتان ولسمشران به هم پکې گډون کوي . ښاغلي کرزي دا کار ډېر مهم وباله او ويې ويل چې د قومي مشرانو په سلا به دپولې دواړو غاوړ ته د تر هگرى سره روانه مبارزه ډېره بريالى وي . خو اوس اند يښنه داده چې طالبان او داقاعدې غړي په قبايلي سيمو کې زيات نفوذ او وسلي لري نو ايا دا ډول جرگې به کومې پايلې ولري . دبهرنيو چارو پخوانى وزير ډاکتر عبدالله وايي دا هرڅه په ريښتيني تصميم او د فشار په څومره والي پورې اړه لري. “ که فشار زېات وي او ژمنې صادقانه وي نو هرڅه ښه کيږي خو پاکستان او مشرف هسې وخت تېروي “ په همدې حال کې پا کستانى خبريال او څېړونکى احمد رشيد په دې باوردى چې ددې هرڅه ښه والى په قاطيعيت ، د نوې ستراتېژى په جوړولو او د نظامي فشار په ډېر والي کي دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||