BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 02:39 گرينويچ 2006 ,21 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف له چينه بخښنه وغوښته
مشرف
جنرال مشرف د چين په سفر بوخت دى او وايي په بلوچستان کې د وژل شويو چيناييانو له امله معافي غواړي .
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف چې د چين په سفر بوخت دى له خپل چيني سيال هو جينتاو سره ليدلي او يو شمير اقتصادي او سوداگريز تړونونه يې لاسليک کړي دي .

د دغو تړونونو جزييات نه دي ورکړل شوي خو د ولسمشر مشرف له خولې دولتي تلويزيون ويلي چې دى هيله من دى چين به په سيمه کې د انرژۍ او سوداگرۍ د لارې په توگه له پاکستانه کار واخلي .

د ښاغلي هو له خولې ويل شوي چې چيناييان هيله لري امنيتي اړيکي پياوړې او د بيلتون غوښتنې، ترهگرۍ او مذهبي افراط پر ضد په گډه گوزار وکړي .

تر دې وړاندې د چين پارلماني مشر وو بنگو ته د څرگندونو پر وخت ولسمشر مشرف تيره اوونۍ په پاکستان کې د درو چينايي انجينييرانو د وژنې له امله بخښنه وغوښته .

د تاوتريخواليو په يوه نوې څپه کې په پاکستان کې چارواکي ٢٠ کسانو څخه د دوو کليساو د سوځولو په تړاو پوښتنې گرويږنې کوي .

دغه کليساوې د سند ايالت په سکر سيمه کې وسوځول شوې . پوليس وايي د سند په ايالت کې تاوتريخوالى د يکشنبې په ورځ ( د کب ١ د فبروري ٢٠) ناوخته مهال هغه وخت پيل شو چې يوۀ کس د يوې کورنۍ شخړې د يوې برخې په توگه د قران شريف پاڼې وسوځولې .

د سند ايالت د کورنيو چارو وزير د مسلمانانو او عيسويانو له مشرانو سره خبرې وکړې . چارواکو د امنيتي دلايلو له امله ټول ښوونځي تړلي او ډيرې هټيۍ هم بندې وې .

بل پلو د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې درې پاکستاني ملېشه سرتيري د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي دي .

په دغو سيمو کې پاکستاني پوځ او د دوى په وينا د القاعدې له پاتې شونو سره سختې جگړې شوې دي . پاکستاني پوځ په قبايلي سيمو کې خپل ٨٠ زره سرتيري ځاى پر ځاى کړي دي او تل وايي چې دغلته له افغانستان څخه راتښتيدلي القاعده غړي پټ دي .

خو له جگړې ليرې د سولې په يوۀ خبر کې په کشمير کې يو پل چې د اکتوبر په زلزلې کې ډير زيانمن شوى و بيرته جوړ شوى او پرانيستل شوى دى .

د سولې پل هندي پوځ د پليو د اوښتو له لارې څخه اوس دومره پراخ کړى چې گاډي هم پرې تلى شي . دغه پل پر هغې تاريخي بس لارې پروت دى چې تير کال پرانيستل شوه او د پاکستان تر کنترول لاندې د کشمير مظفر اباد يې د هند په غاړه کې له سرينگر سره وتاړۀ .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت