|
په پاکستان کې نور بريدونه شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پاکستان کې چارواکي وايي قبايلي ملېشو په سويل لويديځ ولايت بلوچستان کې د غازو يوه نلليکه الوزولې او پر يوې پوځي اډې يې په لسگونو توغندي توغولي دي . د ځايي حکومت يوۀ مامور عبدالصمد لاسي وويل د غازو پر نلليکې په ډيره بوگتي کې بريد وشو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر اډې باندې د توغنديو په بريد کې يو ساتونکى ټپي شو او دېوالونه ويجاړ شول . په بلوچستان کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو او قبايلي ملېشو تر منځ تر يوې مېاشتې ډيره موده کيږي چې سخته جگړه روانه ده . قبايل د سيمې له طبعي غازو څخه ډيره ونډه غواړي . حکومت پر قبايلو تور لگوي چې په سيمه کې يې د ملېشو روزونکي کمپونه جوړ کړي دي . بل پلو پاکستاني چارواکي په ختيځ ولايت پنجاب کې د يوۀ اورگاډي د ټکر پر علتونه پلټنې کوي چې په تيره اوونۍ کې د دغې سيمې دويمه پېښه ده . د پاکستان د ريلوې وزير وايي ورانکاري پکې ممکنه ده . مامورين وايي هغه وخت يو تن ووژل شو او لږ تر لږه ٢٠ تنه نور ټپيان شول چې اورگاډى يې د سمارستا ښارگوټي ته نژدې له پټليو واوښت دغه اورگاډى له کراچۍ لاهور ته روان وو . د تيرې يکشنبه په ورځ شپږ کسان ووژل شول او ٤٠ تنه نور هغه مهال ټپيان شوو چې جهلم ته نژدې اورگاى واوښت مامورين يې پړه پر ورانکارو واچوله . | ورسره تړلي نور خبرونه د مرستو يوه چورلکه په پاکستان کې ورکه شوه22 جنوري, 2006 | خبرونه قبايلو کې پر ظواهري د امريکا له خوا بريد شوى 14 جنوري, 2006 | خبرونه بلوڅان د نړيوالې مداخلې په تکل کې دي11 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||