BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:49 گرينويچ 2006 ,11 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بلوڅان د نړيوالې مداخلې په تکل کې دي

بلوچستان
له وسله والې مبارزې سره څنگ ته اوس بلوڅو سياستوالو د خپل غږ د اوريدو په هيله له نړيوالو سره د اړيکو د ټينگولو هڅه هم پيل کړې ده .
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې پوځي عمليات اوس دکوهلو له سيمې څخه د ډيره بگټي سېمې ته غځېدلي دي او د بلوڅانو په نورو سيمو کې په حکومتي تاسيساتو باندې د بريدونو او چاودنو پېښې زياتې شوې دي خو د عملياتو له سيمې څخه بهرنۍ نړۍ ته د خبرونواو رپورټونو په ترﻻسه کولو کې زيات حکومتي خنډونه شته او چې کوم خبرونه ترﻻسه کيږي هغه دژورناليزم په تول خبر کم خو تبليغات زيات انګيرل کيږي.

له يوه پلوه که بلوڅ مقاومت کوونکي د کوهلو او ډيره بگټي په سيمه کې له حکومت سره په عملي جګړه کې بوخت دي نو بل لور ته بلوڅ ملت پاله د عملياتو د درولو او د بلوچستان د حقونو د تر ﻻسه کولو لپاره د هيواد او په نړيواله کچه په سياسي مبارزه ﻻس پورې کړى دى.

په دې لړ کې د ايالت او هيواد په کچه لاريونونه ،کاربنديزونه او دنورو ګوندوند په مرسته احتجاج دوام لري چې دا ډول په مرکزي حکومت فشار زيات شي.

له تيرو څو کالو راهيسې د بلوڅ ملت پالو دا احساس زيات شوى دى چې تر څو نړيواله ځواکونه د ځان ملگري نه کړي تر هغو خپلې غوښتنې په اغيزمنه توګه د پاکستان په حکومت نه شي منلي ځکه دوى له څه مودې راهيسې د بهرنيو هيوادونو سياسي سفرونه پيل کړي دي په تيره بيا په امريکا،بريتانيا او نورو لويديځو هيوادونو کې د ميشتو بلوڅانو په يوه سياسي غورځنګ کې د راغونډولو په هلو ځلو بوخت دي.

په دې لړ کې د بلو چستان د ملي غورځنګ يو مشر سناتور ثناء بلوڅ ډير فعالعه دى.نوموړى وخت ناوخته د امريکا او برتانيا سفرونه تر سره کوي او هلته له ميشتو بلوڅانو سره نه يوازې سياسي تگلارې جوړوي بلکه د بلوچستان په سياسي وضعې او د هغه د سټريټيجک ارزښت په اړه د امريکا د پوهنتونونو تر څنګ د متحدو ايالتو مشرانو جرگې يا سنا ، ولسي جرگې ياکانګرس غړو او نورو بانفوذو سياستواﻻنو او کارپوهانو ته ويناوې کوي .څو ورځې وړاندې په لندن کې د پاکستان د سفارتخانې مخې ته د سند او بلوڅ فرنټ له خوا په بلوچستان کې د ادعا شوو عملياتو پر ضد ﻻريون د بلوڅ سياستواﻻنو د هلو ځلو يوه بيلګه ده او دا ډول ﻻريون په واشنګټن کې هم تر سره شوى دى.
.

 د ايالت او هيواد په کچه لاريونونه ،کاربنديزونه او دنورو ګوندوند په مرسته احتجاج دوام لري چې دا ډول په مرکزي حکومت فشار زيات شي

داوخت بلوڅانو په عسکري او سياسي مورچلونو خپلو جگړو ته دوام ورکړى دى .
د يو اټکل له مخې داوخت په پاکستان او بهرنۍ نړۍ کې ميشت بلوڅان نژدې ٢٨ وېبپاڼې لري چې په کې په سلو کې نوي د بلوچستان په سياسي موضوعاتو مطالب خپروي .

د بلوڅانو له خوا د نړيوالې ټولنې د همغږي کولو د سټراټېجي اندازه له دې څخه لګېږي چې د ځينو کره سر چينو په وينا بلوڅ سياستواﻻن د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د بهرنيو هيوادونو له سفيرانو او ديپلوماتانو سره په خبرو اترو بوخت دي چې حکومتې عمليات ودروي.داډول دوى ملګرو ملتونو ته هم يو غوښتنليک لېږلى دى او د بشري حقونو له سازمانونو سره هم په مستقيم ډول په تماس کې دي خو د دريو اوونيو له تيريدو وروسته هم له هند پرته بل هيچا غبرگون نه دى ورکړى البته د پا کستان د سيال هيواد هند غبرگون ښايي پر بلوڅانو باندې د حکومت له خوا د غدارۍ تور ته لار پرانيزي .

بلوڅان ډير د امريکا او اروپايي ټولنې مداخلې ته لېواله دي خو داسې بريښي چې د نوموړو ځواکونو په نړيوال سياست کې خپلو سياسي ګټو ته په پام سره د پاکستان سټراټيجک ارزښت او د جنرال پرويزمشرف ضرورت ښايي بلوڅ ملت پاله ناهيله کړي.


ورسره تړلي نور خبرونه
بلوچستان کې پوځي عمليات
03 جنوري, 2006 | خبرونه
بلوڅان څه غواړي؟
21 دسمبر, 2005 | خبرونه
په بلوچستان کې يو بم وچاود
25 نومبر, 2004 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت