BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:00 گرينويچ 2005 ,20 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستاني پوځ : عادي خلک نه په نخښه کوو
بلوڅان
بلوڅان : له پاکستاني پوځيانو سره روانه جگړه په اصل کې د طبيعي شتمنيو پر سره ده
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو او بلوڅانو ترمنځ نورې نښتې شوې دي.

دا نښتې له کوټې څخه د ختيځ لورې ته د کوهلو په سيمه کې د څلورمې ورځې لپاره د پاکستاني پوځ عمليات د مري بلوڅو خلاف چې په حکومتي ضد بريدونو تورن شوي، روان دي.

په دې عملياتو کې د پاکستان منظم پوځ او ملېشې گډون لري.

د مري بلوڅو مشران وايي چې په اخ وډب کې گڼ ولسي وگړي وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ بيا له خپله لوري ټينگار کوي چې ددوى نښه عادي وگړي نه بلکه هغه څوک دي چې پر پوځي پوستو بريدونه کوي.

د پوځ يوه چارواکي وويل پوځ د هغو کسانو پر ضد کارکوي چې د دوى په فکر پر پوځې هدفونو يې د بمونو اوتوغنديو حملې کړي دي.

په همدې ترڅ کې د مري بلوڅانو يوه مشر وويل له پاکستاني پوځيانو سره روانه جگړه په اصل کې د طبيعي شتمنيو پر سره ده.

بالاچ مري بي بي سي ته وويل د پاکستان حکومت هېڅکله د هغوى ستونزو ته پام نه دى کړى. ښاغلي مري چې په کوټه کې زموږ له همکار ايوب ترين سره غږېده، ومنله چې يو شمېر وسله والې ډلې په بلوچستان کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، خو ده وويل چې نه ددغو ډلو مرسته کوي او ورسره مخالفت لري .

په کوټه کې د بي بي سي يو خبريال وايي چې ترنگلتيا وروسته له هغه زياته شوه چې د بلوچستان د خپلواکۍ غورځنگ تيره اوونۍ د ولسمشر پرويز مشرف له لورې د سمې د سفر پر مهال پر يوې پوځي چورلکې ډزې وکړې.

ورسره تړلي نور خبرونه
په بلوچستان کې يو بم وچاود
25 نومبر, 2004 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت