BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:21 گرينويچ 2005 ,19 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستاني پوځي الوتکو پر بلوڅانو بمباري کړې ده
بلوچستان
د پاکستان په څلورو سرو ايالتونو کې بلوچستان تر ټولو بې وزلى دى خو د غازو شتمني يې نورو ايالتونو ته ځي .
د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ختيځ پلو کوهلو سيمه کې د پاکستاني پوځ او مري بلوڅانو ترمنځ د نښتو په دريمه ورځ پاکستاني جنگي الوتکو بمبارۍ کړي دي .

د بمباريو له امله د ځاني زيان په باب بيلا بيل رپورټونه ورکړل شوي دي .

د مري بلوڅانو يوۀ مشر مير بالاج خان مري وايي په دغو بمباريو کې ٧ ملکي کسان وژل شوي دي او ٥٠ لا تر اوسه تري تم دي .

پاکستاني پوځ وايي دوى د مريانو روزنيز کمپونه په نخښه کړي دي . خو دا نه وايي چې څومره کسان يې وژلي دي .

د بلوچستان د بوگتي ټبر بلوڅان هم وايي چې د دوى په سيمه کې وضعه ترينگلې ده او پاکستاني پوځ کلابنده کړي دي .

د بلوچستان څلورو بلوڅو ملت پالو گوندونو د پاکستاني پوځ بريدونه غندلي دي او وايي د چارشنبه په ورځ به په احتجاج لاس پورې کوي .

د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شيرپاو چې تر وړمې ورځې يې لا په بلوچستان کې د نښتو خبره نه منله نن ( د ليندۍ ٢٨ د دسمبر ١٩ ) په کوټه کې د يوې غونډې مشري کړې ده او په بلوچستان کې يې د پاکستاني پوځ له مشر سره کتلي دي .

په دغه سيمه کې څو ورځې وړاندې هغه وخت لانجه پيدا شوه چې د ولسمشر جنرال پرويز مشرف د سفر په ترڅ کې توغندي وتوغول شول .

د پاکستان د پوځ دوو لوړ پوړو جنرالانو د توغنديو د بريد د پلټنې په تمه سيمې ته سفر وکړ خو د دوى پر چورلکو هم توغندي وتوغول شول چې پکې دواړه جنرالان ټپيان شول .

بلوڅان د خپل ايالت د طبعي زيرمو ونډه غواړي او د ډيرې خپلواکۍ غوښتونکي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
په بلوچستان کې يو بم وچاود
25 نومبر, 2004 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت