BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:34 گرينويچ 2005 ,17 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستانى سياستوال : کالاباغ بند هيواد ماتوي
مصطفى کر
د پنجاب مخکينى مشر وزير وايي که دغه بند د زور په مټ جوړ شي پاکستان ماتولى شي
د پاکستان د تر ټولو لوى ايالت پنجاب مخکيني والي او لومړي وزير مصطفى کهر خبردارى ورکړى دى چې که ولسمشر پرويز مشرف له زوره کار واخلي نو د کالاباغ له مسالې به دغه هيواد ته لوى بحران پيدا شي .

ښاغلي کهر د کالاباغ د بند جوړول په خپله وينا سمه پريکړه وبلله خو زياته يې کړه چې که بې وخته او په زور جوړ شي نو د بنگله ديش د جلا کيدو په څير به پاکستان ته لوى کړکيچ پيدا کړي چې ان د دغۀ هيواد د ماتيدو لامل کيداى شي .

په لاهور کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت ښاغلي کهر داسې وښووله چې گواکې د کالاباغ بند د جوړولو کونجي له بينظير بوټو او خان عبدالولي خان سره ده .

د کالاباغ د بند له جوړولو سره د سرحد او سند ايالتونه مخالفت ښيي . خو پنجاب يې غوښتونکى دى .

ښاغلي کهر وويل پنجاب دا بند د يوۀ موټي پاکستان لپاره غواړي خو په جوړولو کې يې بايد له فشار څخه کار وانه خيستل شي .

پاکستاني ولسمشر څو ځلي ويلي دي چې د اوبو او بريښنا اړتياو ته په پام سره د کالاباغ بند جوړول اړين بولي .

څو ورځې وړاندې د سند ايالتي جرگې په يوه خولۀ د کالاباغ بند مخالفت وکړ چې په هغو کې د سند ايالت مشر وزير ارباب غلام رحيم وويل چې د سند ولس او حکومت د دې بند پر جوړولو باندې اندېښنې لري .

دوه کاله وړاندې په پېښور کې د سرحد ، سند او بلوچستان ايالت ملت پالو گوندونو په يوه خولۀ د دې بند له جوړولو سره مخالفت ښوولى وو ، دوى په دې باور دي چې د کالاباغ بند جوړول د پنجاب په گټه دي خو په سرحد کې کرهڼيزې مځکې خرابوي او پر سند اوبه بندوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
مشرف : پوځي بودجه نه کموو
16 نومبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت