|
پاکستان د خليلزاد پر خبرو قهروړى غبرگون ښوولى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اسلام اباد وايي په افغانستان کې د متحدو ايالاتو مخکينى سفير زلمى خليلزاد په نامسووله توگه ادعا کوي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په نيولو کې پاکستان هلې ځلې نه کوي . د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند جليل عباسي بي بي سي ته په قهروړي غبرگون کې تور ولگاوۀ چې اصلآ ښاغلى خليلزاد د ديپلوماسۍ زده کړې نه لري . دۀ وويل ښاغلى خليلزاد اوس په عراق کې د سفير په توگه ټاکل شوى او په همدې دليل دا حق هم نه لري چې په يوۀ بل هيواد کې د دريم هيواد په باب څه ووايي . زلمي خليلزاد په افغانستان کې يوۀ خصوصي تلويزيون شرکت سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې گواکې د طالبانو مشر په پاکستان کې ناست دى . ښاغلي خليلزاد دا هم ويل چې پاکستان که څه هم د القاعدې د غړو په نيولو کې له امريکا سره مرسته کړې ده خو د طالب مشرانو په نيولو او د هغوى په کابو کولو کې يې څه نه دي کړي . د پاکستان د بهرنيو چارو له وياند څخه د ولسمشر کرزي د پرونيو خبرو په باب غبرگون وغوښتل شو خو ښاغلي عباسي وويل چې دوى د ولسمشر کرزي خبرې نه دې اوريدلي او په همدې دليل اوس پرې څه نه وايي . پاکستاني چارواکي د يوې ورځپاڼې هغه خبرې رد کړې چې گواکې دوى د افغانستان له خاورې د ترکمنستان د غازو له نلليکې سره نوره دلچسپي نه لري . پرون افغان ولسمشر له مذهبي علماو سره په خبرو کې ويلي و چې په يوې ورځپاڼې کې د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو نظر له خپلو ژمنو په دې دليل سترگې پټول دي چې د افغانستان له لارې د غازو نلليکه د امنيت له امله نه غواړي . ښاغلي کرزي دا هم ويلي و چې په يوۀ گاونډي هيواد کې افغانان اړ وېستل کيږي چې افغانستان ته ستانۀ شي او هلته ورانکاري وکړي که نه نو د القاعدې په نامۀ به ونيول شي او متحدو ايالاتو ته به وسپارل شي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||