BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:01 گرينويچ 2005 ,14 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف : له اسراييل سره اړيکي مهمې دي
مشرف
جنرال مشرف له اسراييلي مشرتابۀ سره په غير رسمي غونډو کې سږ کال وليدل .
د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف وايي چې له اسراييلو سره اړيکې ساتل هغه ستراتيژيک گام دى چې پاکستان ورته اړتيا لري.

له يوۀ امريکايي تلويزيون سره په مرکه کې ښاغلي مشرف ويلي دي چې د هيواد اکثره وگړي د اسراييلو په اړه د حکومتي تگلارې ملاتړ کوي.

ده زياته کړه چې له اسراييلو سره ديپلوماتيک تماس تر هغو لږ خطر لري چې له تندلارو سره اړيکي وساتل شي .

په پاکستان کې تندلاري د حکومتي تگلارې مخالفت کوي خو ښاغلى مشرف وايي دغه گام يې د غزې د تراډې نه د يهودانو له ايستلو وروسته اخستى دى.

په دې وروستيو کې رسنيو خبر ورکړ چې يو پاکستانى پلاوى اسراييل ته تللى دى خو پاکستاني چارواکو ويل چې دا کار يې د ځينو عربي هيوادونو په خوښه کړى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت