|
د اسلام اباد مرستندويه نړيوال کانفرانس : ژمنې او ننګونې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پاکستان کې د زلزله ځپلو د بيا رغونې او ځاى پر ځاى کولو لپاره په پلازمينه اسلام اباد کې د مرستندويه نړيوال کانفرنس برياليتوب د پاکستان، په ځانګړې توګه جنرال پروېز مشرف ته له سياسي پلوه دا احساس ورکوي چې پاکستان اوس هم په نړيوال سياسي چوکاټ کې ارزښتناک هېواد دى. ښايي دا په راتلونکي کې جنرال پروېز مشرف ته په هېواد کې دننه د مخالفينو د غلي کولو لپاره يو سياسي دليل وګرځي. په کانفرانس کې د پاکستان تر غوښتنو زياتې ژمنې وشوې او پاکستان د ژمنو د پوره کولو لومړى مشکل پړاو د متحده ايالاتونو او سعودي عربستان په ډول دوستو هېوادونو په مټ سر ته ورساوۀ. تر کانفرانس وړاندې متحده ايالاتونو او سعودي عربستان د پردې شاته د پاکستان لپاره د نورو هيوادونو او سازمانونو سره چنې ووهلې . د ترهګرۍ په ضد جګړې کې پاکستان له متحده ايالاتونو څخه د طبعي ناورين په بڼه کې هم د خپل رول بيه تر لاسه کړه او پوښتنه دا ده چې که چېرې د روان کال د اکتوبرد اتمې نېټې زلزله په ٢٠٠٠ ميلادي کال کې شوې واى نو ايا متحده ايالاتونو او نورو لويديځوالو بانکونو او سازمانونوبه دومره لويې مالي ژمنې کړى واى؟ د پاکستان لپاره اوس په داسې حال کې دويم مشکل پړاو د ژمنو شوو مرستو را ټولول دي چې لا د وړاندې جنګ ځپلي افغانستان او د څونامي ځپليو نهه هېوادونو د ژمنو په بشپړه توګه د پوره کېدو په انتظار دي. د ٥.٩ ميليارده ډالرو په اوسنۍ ژمنو کې د پاکستان په وينا تر اوسه د دوى بانکونو ته يوازې ٢٠٠ مليونه ډالره را رسېدلي دي. د ژمنو په پوره کولو کې تر ټولو مشکل کار نړيوالو ته باور ورکول دي چې د دوى مرستې به د کشمير او صوبه سرحد زلزله ځپلو لپاره په بشپړه توګه لګېږي او دا هغه چېلنج دى چې جنرال پرويز مشرف په هېواد کې دننه او بهر ورسره مخامخ دى. خپله جنرال مشرف دا احساس لري چې په نه شفافيت سره د مالي مرستو لګول ښايي د ژمنو په بشپړه توګه پوره کولو په مخکې خنډ شي نو ځکه يې په کانفرانس کې د بيا رغونې او ځاى پر ځاى کولو د پلان د وړاندې کولو په وخت په ټينګار سره وويل چې پيسې به په شفافيت سره لګوي او د دې لپاره به يوه وېبپاڼه جوړېږي چې په هغې کې به هر څه په ډاګه وي خو کارپوهان حکومت تر نيوکو لاندې راولي چې د اړونده پيسو لپاره يې هيڅ متبادله تګلاره نه ده ټاکلې که چېرې ژمنې سرته نه رسېږي نو پاکستان به د زلزله ځپلو د بيا رغونې لپاره پېسې له کومه راوړي؟ ځينې کارپوهان فکر کوي چې حکومت له خپلو وسايلو څخه نژدې يو ميليارد ډالره پوره کوى شي خو هغه وخت چې په دفاعي بودجه کې کمى وکړي او له کلني پرمختيايي پروګرام څخه په سلو کې ١٠ کمې کړي خو د دفاعي بودجې غوښتنه هغه څه دي چې جنرال پرويز مشرف ورته غاړه نه ږدي. د اوس لپاره د يوازې ٢٠٠ مليونه ډالره تر لاسه کېدل دا معنى لري چې حکومت ته تر کانفرانس وړاندې د ژمنو تر لاسه کولو لپاره چې د لويو ځواکونو د ښکيلتيا څومره اړتيا وه هم د ژمنو سر ته رسولو لپاره به هغومره په لويو ځواکونو تکيه کوي. د بيا رغونې او بيا ځاى پر ځاى کولو پلان چمتو دى خو عملي کول يې د ملګرو ملتونو د يوه چارواکې اينډريو ميکنارډ هغه خبره چې پلانونه په ژمنو نه بلکه په بانک کې پرتو نغدو پيسو په اساس عملي کېږي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||