BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:57 گرينويچ 2005 ,16 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بلوڅان اسلام اباد په ترهه گرۍ تورنوي
News image
د حکومت مخالفو د ايتلاف ، پونم ، مشري بلوڅان کوي

د پاکستان د مشرانو د جرگې او د بلوچستان د ملي گوند غړى سنا الله بلوڅ تور لگوي چې د دۀ په وينا پنجاب او اسلام اباد په بلوچستان کې ترهه گري کوي .

له بي بي سي سره په يوې مرکې کې ښاغلي بلوڅ دا تور تر هغه وروسته ولگاوۀ چې نن ( يکشنبه ) له بلوچستان څخه نور پاکستان ته د غازو ليږد د تاوتريخواليو له امله ځنډيدلى و او بلوڅانو ويل چې د دوى حقوق تر پښو لاندې شوي دي .

بلوڅ سياستوال د گوادر په نوي سمندر غاړي ښارگوتي کې د مرکزي حکومت له مخامخ واک څخه هم خوښ نه دي .

سنا الله بلوڅ وايي د پنجاب په پرتله بلوچستان ته د غازو عايدات خورا لږ سپارل کيږي .

دى وايي که چيرې اسلام اباد د دوى خبرې وانه وري نو د دۀ په وينا دوى اړ دي چې خپل خلک منظم کړي چې بيا هم د دۀ په وينا د پنجاب د ترهه گرۍ پر ضد مبارزه وکړي .

په دې وروستيو کې گڼ شمير پاکستاني نيمه پوځي ټولي او پوځيان د ناڅرگندو کسانو له خوا په نخښه شوي و چې د توغنديو په بريدونو کې يې گڼ شمير وژل شوي هم و .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت