BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:25 گرينويچ 2005 ,13 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پاکستان داورگاډو د ټکرپه پيښه کې په لس گونو تنه وژل شوي
News image
دا پيښه د کراچۍ څخه ٦٠٠ کيلو متره دگوډکي په سټيشن کې رامنځته شوى ده
د راپورونو تر مخه په پا کستان کې ددرې مسافر وړونکو اورگاډو د ټکر په يوه پيښه کې په لس گونو تنه وژل شوي او له سلو زيات نور ټپيان شوي دي .

دغه پيښه نن سهار د وخته د سند او د پنجاب د صوبو په پوله د اروگاډو په يوه تم ځي کې رامنځ ته شوې ده . په دغه پيښه کې دوه د حر کات په حال کې اورگاډې له يوه ولاړ اورگاډي سر جنگيدلي.

د راپورونو ترمخه په دغه پېښه کې يو گن شمېر مسافرين د اورگاډو په دبو يا واگونونو کې هم بند پاتي وه چې وروسته بيا د ژوغرنې عملي ورته نجات ورکړي او بند کسان يي له واگونونو څخه راويستلي دي .

 په پيښه کې سل کسان مړه او د سلو نه ډير ټپيان دي
جنرال شوکت سلطان
ددغې پيښې په اړه په اسلام اباد کې زمونږ همکار طاهر خان وايي چې په پاکستان کې د اورگاډي د ادارى چارواکې وايي چې دلاهور څخه کراچۍ ته تلونکى د کوټې اکسپرس په نامه د مسافرو اورگاډى د تخنيکي ستونزو له امله د کراچۍ څخه ٦٠٠ کيلو متره لرې د گوډکي شټيشن سره ولاړ وو. د کوټې د اکسپرس د جوړولو کار روان وو چې د شانه راتلونکي کراچۍ اکسپرس خوا شا سهر ٤:٣٠ بجى ددغي اوگاډى سره وجنگيدو.

ويل کيږي چې په همدغه وخت د اورگاډې په بله ليکه يو بل اورگاډې چي د کراچۍ نه لاهور ته تلو، دا اورگاډې د کراچۍ اکسپرس سره مخاخ وجنگيدو.

د فوج يو وياند جنرال شوکت سلطان ويلي چې په پيښه کې سل کسان مړه او د سلو نه ډير ټپيان دي. څه موده وړاندې د پاکستان دولتي تلويژون په پيښه کې د مړو کسانو شمېره څه نا څه ٣٠٠ ښودلى وه.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت