 |  هند هڅه کوي چې د ايډز لپاره واکسين جوړ کړي | د پاکستان د روغتياکارکونکي به د اېډز دناروغانو د تداوي په اړه د روزنې تر لاسه کولو لپاره هند ته ځي. د پاکستان د اېډز د کنټرول د ادارې مشرې ويلي دي چې پينځۀ ډاکټران او پينځه نرسانې به راتلونکې مياشت په مومبۍ کې دساينس يوې ځانگړې ادارې ته ورځي. د روغتيا چارواکي وايي چې په پاکستان کې لږ تر لږه اتيا زره کسانو ته دا ويروس لگېدلى دى. په هند کې د اېډز د نارغانو شمېر د پينځو ملينو نه زيات ښودل شوى دى. په ټوله نړۍ کې په جنوبي افريقه پسې هند دوېم هېواد دى چې د اېډز ډېر ناروغان لري. |