|
په بلوچستان کې دځايي قبايليانو او امنتي ځواکونو تر منځ جگړې شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې د سويي د غازو د زيرمو ساتنې ته پوځيان ور استولي دي. په دغه سيمه کې د ځايي قبايليانو او امنتي ځواکونو تر منځ دوامدارې جگړې په هېواد کې د غازو توليد له سختې گډوډ ۍ سره مخامخ کړى دى. له ولايت نه تر لاسه شوي رېپوټونه وايي د جمعې له ورځې راهيسته تاو تريخوالي کې اته کسان وژل شوي دي. وسله والو کسانو د طبعي غازو پر تاسيساتو د توغنديو څو بريدونه کړي او نل ليکې يې زيانمنې کړي. يوه ډله چې ځان د بلوچستان آزادي بښونکى پوځ بولي وايي چې دا بريدونه دوى تر سره کړي دي. د پاکستان د چارو څېړونکي او د پښتون ملتپاله گوند يو غړى افراسياب خټک وايې چې په پلوچستان کې ددى بريدونو سره د بلوڅانو ملاتړ دى. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||