|
بلوڅ مشر : پاکستاني پوځ په لسگونو کسان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بلوڅانو د مري ټبر مشر د بي بي سي پښتو څانگې له همکار ايوب ترين سره په يوه ځانگړې مرکه کې ويلي دي چې د پاکستان پوځ په بريدونو کې د دۀ په وينا له ٥٠ تر ٦٠ پورې بې گناه بلوڅان وژل شوي دي . د ښاغلي مري بلوڅ دا ادعا د پاکستاني د پوځ له لورې د بلوچستان د کوهلو په سيمه کې په دريمه پرله پسې ورځ تر بريدونو وروسته شوې ده . د پاکستاني پوځ په بريدونه کې په دريمه ورځ جنگي الوتکو بمبارۍ وکړې . تر دې وړاندې د مري بلوڅانو يوۀ مشر مير بالاج خان مري ويلي وو چې د پاکستاني پوځي جنگي الوتکو په بمباريو کې ٧ ملکي کسان وژل شوي دي او ٥٠ تنه نور يې تري تم دي . پاکستاني پوځ وايي دوى د مريانو روزنيز کمپونه په نخښه کړي دي . خو دا نه وايي چې څومره کسان يې وژلي دي . د بلوچستان د بوگتي ټبر بلوڅان هم وايي چې د دوى په سيمه کې وضعه ترينگلې ده او پاکستاني پوځ کلابنده کړي دي . د بلوڅانو ملت پالو گوندونو د پاکستاني پوځ پر دغو بريدونو سختې نيوکې کړي دي او د چارشنبه په ورځ يې د کاربنديو اعلان کړى دى . په يوۀ بل خبر کې ويل شوي دي چې د سند ايالت ملت پالو گوندونو د کالاباغ بند د جوړولو پر ضد د سه شنبه په ورځ ( د ليندۍ ٢٩ د دسمبر ٢٠ ) په سند کې د کاربندي غږ کړى دى . وړمه ورځ د سرحد ايالت د ملي نشنل گوند اسفنديار ولي خان هم د کالاباغ بند له جوړولو سره سخت مخالفت ښوولى وو . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستانى سياستوال : کالاباغ بند هيواد ماتوي17 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځي الوتکو پر بلوڅانو بمباري کړې ده19 دسمبر, 2005 | خبرونه د پاکستان او افغانستان د سرحد ساتونکو نښته وشوه02 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||