|
د پاکستان او افغانستان د سرحد ساتونکو نښته وشوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان او پا کستان تر منځ دغه سرحدي لاره د پنجشنبې د ورځې ( د لنيدۍ ١٠ د دسمبر ١ ) په وروستيو کې د پا کستان له خوا تر هغې ادعا نه وروسته وتړل شوه چې وايي افغان سرحدي عسکرو د دوى يو سرحدى گاررد تښتولى او بيا يې شکنجه کړى دى . د پا کستان د سرحدي ځواکونو يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي افغان لوري د تېرې شپې په وروستيو کې د دوى عسکر بيرته ور خوشي کړي خو ادعا کوي چې ډير بد چلند ورسره شوى دى . د افغانستان ددفاع وزارت وايي دوى وروسته له هغه دغه پا کستاني عسکر نيولى و چې په نا قانونه توگه د افغانستان خاورې ته واوښت . رپورټونه د نښتې يادونه کوي چې پکې درې کسان ټپيان شوي دي . د چمن - سپين بولدک پوله د افغانستان او پا کستان تر منځ له تورخم څخه وروسته دويمه مهمه سرحدي لاره ده . د رپورټونو ترمخه له دغې لارې هره ورځ په لس گونو زره خلک د افغانستان او همدا راز دسپين بولدک لاره د مر کزي اسيا او د پا کستان ترمنځ يوه مهمه ترانزيتي لاره ده . بر سيره پر دې د افغانستان په جنوب کې د امريکا په مشرۍ ځواکونه زياتره خپلې اړتياوې له همدې لارې برابروي . دغه لاره لا تر اوسه تړلې پاتې شوې ، په سپين بولدک کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو يو چارواکى وايي دوى د لارې د بيرته پرانيستو لپاره د مر کزي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||