|
قبايلو کې پر ظواهري د امريکا له خوا بريد شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
داسې ښکاري چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې شوې بمبارۍ د القاعدې پټنځاى په نخښه کړى وي . د پاکستان چارواکي اوس په دې پلټنه بوخت دي چې په شوې بمبارۍ کې د القاعدې مرستيال ايمن الظواهري هم شامل دى که نه . د امريکا او پاکستان د يو شمير هغو چارواکو له خولې چې نومونه يې نه دي ښوول شوي داسې رپوورټونه ورکړل شوي چې وايي د امريکايي الوتکو له خوا د ترسره شوې بمبارۍ له کبله ښايي د القاعدې پنځه لوړ پوړي چارواکي وژل شوي و ي . په دغو کسانو کې د القاعدې د مرستيال مشر ايمن الظواهري نوم هم ياديږي . د دغو رپورټونو رسمي پخلى لا نه دى شوى . د امريکا د دفاع وزارت د دې خبرې له تاييدولو يا ردولو هم ډډه کوي چې گواکې بمباري د دوى له خوا شوې ده . د افغانستان پولې ته نژدې په قبايلي سيمې کې د شويو زورورو چاودنو له امله نژدې ٢٠ تنه وژل شوي دي . په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته . ځايي خلک تر چاودنو وړاندې د الوتکو د غږ اوريدو يادونه کوي . دغو چاودنو درې کورونه ويجاړ کړي او ژورې کندې يې کنستلي دي . داسې ويل کيږي چې امريکاييان د افغانستان او پاکستان په پوله د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په لټه يو شمير پوځي عمليات ترسره کوي . ځايي خلک وايي دا په تيره اوونۍ کې دويم دغسې بريد دى چې د پولې له پورې غاړې ترسره شوى او وژنې پکې شوې دي . | ورسره تړلي نور خبرونه د الظواهري ليک ونيول شو08 اکتوبر, 2005 | خبرونه په پاکستان کې د اورپکو پر ضد عمليات روان دي17 سپتمبر, 2005 | خبرونه د القاعدې يو بل مشکوکه غړې و نيول شو04 مۍ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||