BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:37 گرينويچ 2005 ,10 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په قبايلو کې د طالبي سيستم ملاتړ پيل شوى

قباىل
پاکستان وايي قباىلي سيمو ته يې ٧٠ زره سرتيري رسولي خو د طالب ډوله نظام ملاتړ يې نه دى مات کړى
کله چې د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف په سعودي عربستان کې د اسلامي هيوادونو سازمان (او آى سي) مشرانو ته پخپله وينا کې دا ادعا کوله چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بريالى شوى دى او په قبايلي سيمو سويلي او شمالي وزيرستان کې يې د ترهګرو ټول پټ ځايونه له منځه وړي دي. هم په دغه ورځ په جنوبي او شمالي وزيرستان کې د ترهګرۍ په درې بېلابېلو پېښو کې نژدې ١٨ کسان مړه او ٤٠ ټپيان شو.

د جنوبي وزيرستان د جنډولي په سيمه کې يوې درنې چاودنې ١٢ کسان ووژل او ٤٠ يې ټپيان کړل.

له دې پرته د ملېشې په څلورو تښتول شوو کسانو کې د دوو مړي په واڼه کې ترلاسه شول خو نور دوه لاتراوسه لادرکه دي. خو په دې ټولو پېښو کې تر ټولو وېروونکې پېښه د شمالي وزيرستان مرکز ميرامشاه سره نژدې د درپه خېل په سيمه کې د مشکوکو ځايي طالبانو د شوکمارو د يوې لويې ډلې پر ضد عمليات دي چې لاتراوسه دوام لري.

په دې عملياتو کې د څلورو ځايي طالبانو په ګډون د شوکمارو چې د حکيم ډلې په نامه يادېږي ١٩ کسان د طالبانو له لاسه وژل شوي دي.

له مېرامشاه څخه دوه کيلومټره لېرې پرته د درپه خېل سيمه د جنګياليو او شوکمارانو مرکز بلل کېږي چې حکومت يې پر ضد څو ځله عمليات کړي دي.

وېل کېږي چې د حکومت عمليات به لږ څه اغېزمن وو خو څه موده وروسته به دواړه ځواکونه بېرته راغونډ شول.

 په قبايلو کې د پاکستاني پوځ عمليات او د غلو او شوکمارو اعمال حالات طالبي سيستم ته نژدې کوي .

په درپه خېلو کې د مشکوکو ځايي طالبانو او په کال ١٩٩٦ کې په کندهار کې د ملا عمر په مشرۍ کې راپورته شوى طالب غورځنګ کې درې څيزونه له يو بل سره سمون خوري.

په افغانستان کې د يو ځواکمن مرکزي حکومت د نشتوالي له امله په ټول هېواد کې د پاټکسالارانو پاچاهي وه له هر چا څخه به په زوره پيسې اخيستل کېدې، غلا ، شوکماري او د تښتونې پېښې زياتې شوې وې.

همدا ډول وضع اوس د پاکستان په قبايلي علاقو کې رامنځ ته شوې ده. د هرې ورځې غلا، تښتونو او د مشکوکو جنګياليو او د پاکستان د پوځ په جګړه کې د عادي خلکو ځاني او مالي زيانونو د بې باورۍ چاپېريال رامنځ ته کړى دى.

په شمالي وزيرستان کې د مشکوکو طالبانو عمليات هغه وخت پيل شول کله چې د شوکمار حکيم ډلې ملګرو پر سړک جوړ پاټک باندې د ګاډۍ له سپرليو څخه په زوره د پيسو اخيستلو هڅه وکړه خو په انکار کولو سره شوکمارانو د رپورټونو له مخې څلور ځايي طالبان ځاى په ځاى ووژل.

ددې په ځواب کې په سيمه کې شته طالبانو د شوکمارو او او غلو پر ضد عمليات پيل کړل چې لا اوس هم دوام لري.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پاټکمارو او جنګسالارانو پر ضد پاڅون نوموړي غورځنګ ته د عادي افغانانو ملاتړ ترلاسه کړ همدا ډول په شمالي وزيرستان کې د طالبانو له لورې د حکيم ډلې پر ضد د عملياتو کاميابي ته پام سره عادي خلکو له خوشحالۍ څخه پيسې او شريني ووېشلې.

د رپورټونو له مخې له ميرانشاه سره نژدې سيمو لکه لاچي، رزمک، مير علي بازار او ټانګ څخه په سلګونو کسان د عملياتو د برياليتوب د کتلو لپاره د درپه خېل سيمې ته ورسېدل.

په افغانستان کې چې د طالبانو غورځنګ په کندهار او شاوخوا سيمو کې کوم جنګي برياليتوبونه ترلاسه کړل نو ورو ورو يې خپل ځواک د افغانستان نورو سيمو ته غځول پيل کړل همدارنګه تاکتيک په شمالي وزيرستان کې هم تر سترګو شو او ځايي طالبانو د غلو او شوکمارو پر ضد خپل عمليات د شمالي وزيرستان نورو سيمو ته د غځولو په ترڅ کې له درپه خېل څخه دروېشت کيلو مټره د ختيځ پر لور پروت د ميرعلي سيمې ته ورسېدل، هلته يې د حکيم ډلې دوه شوکماره ملګري ونيول، د هغو سرونه يې غوڅ کړل او د برېښنا پر ستن يې راځوړند کړل او د مړو په پوزه او خوله باندې يې سګرېټ او پيسو نوټونه ورننويستل.

پاکستان په قبايلي علاقو کې د مشکوکه طالب او القاعده جنګياليو پر ضد د عملياتو لپاره نژدې ٧٠ زره ځواکونه ځاى پرځاى کړي دي خو د ترهګرۍ پېښې د کمېدو پرځاى مخ پر زياتېدو دي او د مشکوکه ځايي جنګياليو له خوا د شوکمارو پر ضد د افغانستان د طالبانو په ډول نوي تاکنيکونه د پاکستان پوځ ته يو داسې چېلنج دى چې طالبانو ته د عادي خلکو ملاتړ هم ترلاسه دى خو په دې ټولو عملياتو کې د حکومت له خوا مداخله نه کول د حکومت ناوسي يا کمزوري په ګوته کوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت