|
په پاکستان کې ٨ کسان وژل شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوې چاودنې د صوبه سرحد په هنگو سيمه کې د هغو وگړو له ډلې نه لږترلږه اته وژلي او گڼ نور يې ټپيان کړي دي چې د عاشورا د ورځې يادونه يې کوله. د پاکستان د کورنيو چارو وزير آفتاب احمد شېرپاو وويل پوځيان هنگو ته استول شوي چې نظم بېرته ټينگ کړي. د سميه ييزو پوليسو مشر ايوب خان له هغه وروسته گرځبنديز ولگاوه چې قهرېدلو شيعيه گانو دوکانونو او موټرو ته اور واچاوه او له پوليسو سره يې نښتې وکړې. پاکستان د ډېرو کلو لپاره د سنيانو اوشيعيه گانو ترمنځ د فرقه يي نښتو شاهد وو. بل پلو د عراق په کربلا ښار کې چې ټاکل شوې ده تر يو ميليون شيعيه گان د عاشورا د يادونې لپاره راټول شي، امنيتي ځواکونه د امريکايي پوځ په ملاتړ د تيارسئ په حالت کې دي. په ٢٠٠٤ کال کې پاڅونکو په کربلا او بغداد کې ١٧٠ تنه وژلي وو او تېرکال په يوه بريد کې په کربلا کې ٤٤ تنه ووژل شول. د عاشورا يادونه د صدام حسين په سني رژيم کې بنده وه. | ورسره تړلي نور خبرونه د کلات په مظاهرو باندې پاکستانيان نيول شوي09 فبروري, 2006 | خبرونه د اتومي انرژۍ پاکستانى ساينسپوه ووژل شو08 فبروري, 2006 | خبرونه په پاکستان کې نور بريدونه شوي دي04 فبروري, 2006 | خبرونه په لاهور کې ٥٠٠ اسلام پالي نيول شوي28 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||