|
په لاهور کې ٥٠٠ اسلام پالي نيول شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اسلامي مشران د پاکستان په لاهور ښار کې وايي لږترلږه ٥٠٠ فعالين يې هغه مهال ونيول شول چې د ځغاستې پر هغو سياليو يې اعتراض کاوه چې سبا ( يکشنبه د سلواغې ٩ د جنوري ٢٩ ) د نارينه وو ترڅنگ د ښځو په گډون ترسره کېږي. پوليسو له اوښلن غاز نه کار واخيست او مظاهره کوونکي يې په کوتکو ووهل چې ډېرئ يې زده کوونکي وو. د جماعت اسلامي گوند يوه وياند وويل چې د ښځو او نارينه وو گډې لوبې نااسلامي دي. تر ١٠٠٠٠ ډېرو وگړو دغو سياليوته نومونه ورکړي دي چې مقصد يې د تېرې روژې په زلزله کې د زيانمنو شويو د مرستې لپاره د پيسو ټولول دي. تېر کال په پاکستان کې د ځغاستې د يوې سيالۍ خلاف د اسلامپالو د اعتراضونو پر مهال يو تن وژل شوى او١٥ نور ټپيان شوي وو. د لاهور په دغو اوږد واټنو ځغاستو کې د ايتوپيا يوې مشهورې ځغستونکې هم د برخې اخيستو هوډ ښوولى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه په لاهور کې د کاغذ باد پر بنديز لاريون وشو10 دسمبر, 2005 | خبرونه مشرف : امريکا سره همکاري کوو 22 جنوري, 2006 | خبرونه پاکستان : په وزل شوو کې د القاعدې مشران هم شامل دي 19 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||