|
په لاهور کې د کاغذ باد پر بنديز لاريون وشو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د لاهور په ښارکې مظاهره کوونکو تر هغه وروسته له پوليسو سره نښتې وکړې چې سترې محکمې په ټول هيواد کې د کاغذ باد د الوزونې بنديز د شپږو نورو اوونيو لپاره هم وغځاوۀ . دغه بنديز د کاغذ باد سره تړليو خطرونو له امله لگول شوى دى . پوليسو د ٣٠٠ مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره له ډنډو کار واخيست ، مظاهره کوونکي پر دغۀ بنديز قهر وړي وو ، دغه بنديز به د جمعې په ورځ ختميدۀ خو بيرته پسې وغځول شو . د کاغذ باد جوړونکي استدلال کوي چې د ازادې سوداگرۍ حقونه يې تر پښو لاندې شوي دي . خو د هغو ميندو پلرونو وکيلانو چې ماشومان يې د کاغذ باد په لوبو کې وژل شوي استدلال کوي چې د ژوندي پاتې کيدو لپاره حق لا ډير مهم دى . په دې وروستيو اوونيو کې تر ٤٠ د ډيرو کسانو ستوني پرې شوي او يا برېښنا نيولي دي ځکه چې د کاغذ باد تارونه په وسپنې يا شيشې لړل شوي وي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||