|
مشرف : امريکا سره همکاري کوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د رپورټونو ترمخه د امريکا په سفر رورغلي يوۀ لوړ پوړي مامور ته ويلي چې د متحدو ايالاتو له خوا دې بيا هغه بمباري نه تکراريږي چې ١٨ کسان يې ووژل . په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو د وزارت د يوۀ چارواکي ترمخه مشرف د متحدو ايالاتو د سياسي چارو لپاره د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال نيکولس برنز ته وويل چې که دغه ډول نورې پېښې وشي نو د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې ښايي د پاکستان پر همکارۍ اغيز وکړي . خو ښاغلي مشرف له متحدو ايالاتو سره خپلې مرستې ته د دوام ورکولو ټټر وواهۀ . ځايي چارواکو وويل چې د افغانستان پولې ته نژدې په وژل شويو کسانو کې بهرني اورپکې هم وو .خو لومړى وزير شوکت عزيز وايي داسې شواهد نشته چې په بمبارۍ کې دې کوم بهرنى اورپکې وژل شوى وي . امريکايي مامور ښاغلي برنز پاکستان کې د خپل سفر په ترڅ کې له دغه هيواد سره د مرستو يو څلور کلن تړون هم لاسليک کړ چې اسلام اباد ته به ټول ټال ٢٠٠ ميليونه ډالره ورکوي . د دغو مرستو لومړنۍ برخه چې ١٥ ميليونه ډالري دي د اکتوبر د مياشتې له زلزلې وروسته بيا رغاونې ته بېلي شوې دي . بل پلو د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې قبايل وايي چې د پاکستاني پوځ د توپخانې په دوه ورځنيو ډزو کې يې لږ تر لږه ١٩ کسان وژل شوي دي . وسله وال پوځ تيره مياشت په دغه سيمه کې د باغيانو پر ضد لوى عمليات تر هغه وروسته پيل کړل چې اورپکو د ولسمشر پرويز مشرف د سفر په ترڅ کې پر يوې پوځي چورلکې توغندي وتوغول . هغۀ سياسي گوند چې په بلوچستان کې د قبايلو حقونو ته مبارزه کوي وايي چې په روانه مياشت کې د پوځي بريدونو له امله ٦٥ کسان وژل شوي دي . بلوچستان د پاکستان هغه ايالت دى چې د طبعي غازو لويې زيرمې لري . دبلوچستان د کوهلو سيمې کې پاکستاني پوځ وايي چې په خپلو عملياتو کې يې د دوى په وينا د ترهگرو ١١ کمپونه ويجاړ کړي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه دقبايلي سيمو چاودنه کې لويه مرگ ژوبله رامنځته شوې13 جنوري, 2006 | خبرونه قبايلو کې پر ظواهري د امريکا له خوا بريد شوى 14 جنوري, 2006 | خبرونه بلوڅ مشر : پاکستاني پوځ په لسگونو کسان وژلي19 دسمبر, 2005 | خبرونه بلوڅان څه غواړي؟21 دسمبر, 2005 | خبرونه مشرف: کالاباغ پاکستان نه نړوي اوبه ورکوي23 دسمبر, 2005 | خبرونه جنرال مشرف به په ٢٠٠٧ کال کې د پوځ مشري پريږدي26 نومبر, 2005 | خبرونه ولسمشرمشرف وايي نړيوال دوه مخى دي04 نومبر, 2005 | خبرونه د مشرف د خبرو پر ضد مظاهره وشوه16 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||