BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:14 گرينويچ 2005 ,26 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جنرال مشرف به په ٢٠٠٧ کال کې د پوځ مشري پريږدي
مشرف
د پوځ د مشر په توگه جنرال مشرف خورا په غښتلي دريځ کې دي .
د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز بيا ټينگار کړى دى چې ولسمشر جنرال پرويز مشرف به په ٢٠٠٧ کال کې د پوځ له مشرتابۀ لاس واخلي .

د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز په مالتا کې د همگټو هيوادونو په سرمشريزه کې د خبرو پر وخت دغه يادونه وکړه .

د همگټو هيوادونو له ټولنې څخه پاکستان په ١٩٩٩ کال کې تر هغه وروسته واېستل شو چې جنرال مشرف د هغۀ وخت پر لومړي وزير نواز شريف کودتا وکړه او د واک واگې يې خپلې کړې .

د همگټو هيوادونو غوښتنه دا وه چې په پاکستان کې بايد واک د پوځ په لاس کې نه وي .

ښاغلي مشرف پخوا ژمنه کړې وه چې په ٢٠٠٤ کال کې به د پوځ د لوى درستيز له دندې لاس په سر کيږي خو وروسته د ترهگرۍ له امله گواښونو ته په پام سره پارلمان دغه موده وغځوله .

ښاغلى مشرف د پوځ د لوى درستيز په توگه د ملي امنيت د شورا مشري هم لري او له همدې کبله په ډير پياوړي دريځ کې دى .

شننونکي وايي د پاکستان پوځ تل په سياسي مسايلو کې لاسبرى و که ښاغلى مشرف د پوځ له مشرتابۀ لاس واخلي نو ښايي بيا هغومره پياوړى پاتې نه شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت