 | | | مشرف د اف ١٦ الوتکو رانيول هم وځنډول |
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف په خپل هېواد کې د تېرې مياشتې زلزلې ته دنړيوالې ټولنې پر ځواب نيوکې کړي دي. له بي بي سي سره په يوې مرکې کې هغه وويل هېوادونه د دوه مخۍ پړه پرغاړه لري. په داسې حال کې چې پاکستان کې له زلزله ځپلو سره مرستې تر هغه څه خورا ډېرې لږ دي چې د هند په سمندر کې د سونامي او په متحده ايالتونو کې د کترينا نومي توپان له قربانيانو سره شوې وې. په همدې ترڅ کې پروېز مشرف اعلان کړى چې له متحده ايالتونو څخه د اف ١٦ جنگي الوتکو د پېردلو لويه معامله ځنډول شوې چې پام زلزله ځپلو سره مرستو واړول شي. په يوه بل خبر کې د پاکستان سمندري ځواک وايي يوه بېړۍ د هېواد جنوبي سمندرغاړو ته نژدې ډوبه شوې او څه باندې شپېته کسان پکې وژل شوي دي. بيړۍ چې د پېښې پر مهال اتيا کسان پکې سپاره وه د کراچۍ د بندر جنوب ختيځ ته شاوخ خوا سل کيلومتره لرې ډوبه شوه. |