|
مشرف: کالاباغ پاکستان نه نړوي اوبه ورکوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پاکستان کې د هغه بند د جوړولو لپاره د ولسمشر پروېز مشرف تبليغاتي هلې ځلې په داسې حال کې روانې دي چې له څلورو ايالتو څخه دريو لاهم ورسره خپل مخالفت ته دوام ورکړى دى. ددغو ايالتونو ملتپالي او نور سياستوال تور لگوي چې اسلام آباد د کالا باغ د اوبو بند يوازې ددې لپاره جوړوي چې د پنجاب ايالت ته گټه ورسوي. ښاغلي مشرف نن ( د مرغومي ٢ د دسمبر ٢٣ ) د سندپه ايالت کې يوې غونډې ته وويل که چېرې دا بند جوړ نه شي، نو ددې لسيزې تر پايه به هيواد د اوبو له کموالي سره مخامخ شي. خو د سرحد ، بلوجستان او سند ايالتونو سياستوال دا خبره ردوي او وايي د کالاباغ پر ځاى دې نور بندونه جوړ شي چې لا پخوا يې د جوړيدا خبرې کيدې . سرحد ويره لري چې د کالاباغ له جوړيدو سره به د پېښور او شاوخوا سيمې تر اوبو لاندې شي او سند بيا د اوبو د نشتوالي ډار لري . د واکمن مسلم ليگ گوند مشر او د پنجاب ايالت سياستوال شجاعت حسين له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي دي چې د کالاباغ بند د جوړولو لپاره د سنديانو هر ډول شرط په سر سترگو مني خو که هغوى جلا هيواد ځانته غواړي نو دا به د پاکستان اساسي قانون ورسره ونه مني . د دسمبر په ١٠ نېټه په اسلام اباد کې د لومړي وزير په دفتر کې د کالاباغ بند په باب د سند ايالت له واکمن گوند سره په خبرو کې د سند ډاکټر غفار جتويي گواښ کړى و چې که د کالاباغ بند جوړ شي نو ورسره به سند جلا هيواد وي او له پاکستانه به د بيليږي . د رپورټونو ترمخه شجاعت حسين او مشاهد حسين دا وړانديز منلى وو خو ولسمشر مشرف پرې غلى شوى و . د ښاغلي حسين دا وروستۍ څرگندونې د خبريالانو په گومان په دې نيت شوي دي چې په هغې غونډې کې له خپل ښکاره کړي دريځه اوس ځان گوښه کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه سياسي گوندونه : کالاباغ بند به پاکستان ماتوي22 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستانى سياستوال : کالاباغ بند هيواد ماتوي17 دسمبر, 2005 | خبرونه بلوڅان څه غواړي؟21 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځ : عادي خلک نه په نخښه کوو20 دسمبر, 2005 | خبرونه بلوڅ مشر : پاکستاني پوځ په لسگونو کسان وژلي19 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستاني پوځي الوتکو پر بلوڅانو بمباري کړې ده19 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||