BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:15 گرينويچ 2005 ,22 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سياسي گوندونه : کالاباغ بند به پاکستان ماتوي
جلسه
د سند ، سرحد او بلوچستان اوسيدونکو د کالا باغ بند په لاريونونو کې رد کړ .
د پاکستان د سرحد ، بلوچستان او سند ايالاتونو سياسي گوندونو له ولسمشر پرويز مشرف څخه غوښتي دي چې يا لانجمن کالاباغ بند ومني او يا هم پاکستان خپل کړي .

دوى په سند کې د يوې گډې مظاهرې په ترڅ کې گواښ وکړ چې د کالاباغ بند جوړول به د دوى په وينا پاکستان سره وويشي او مات به يې کړي .

د يوۀ احتجاجي لاريون په پاى کې د پاکستان د پيپلز گوند د سند ايالت مشر سيد قايم علي شاه ، د عوامي نشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان ، د بلوچ نشنل گوند سردار اختر منگل ، عبدالحي بلوڅ ، د عوامي تحريک رسول بخش پليجو ، د سند د ترفي پسند گوند ډاکټر قادر مگسي ، د سند د نشنل فرنټ ممتاز علي بوټو ، د جې يو اى خالد محمود سومرو ، اياز لطيف پليجو او گڼ شمير نورو ويناوې وکړې .

د پاکستان د ملي عوامي گوند يوۀ بل مشر او د پاکستان يوۀ پخواني وزير بلور څو ورځې وړاندې په يوۀ تلويزيوني بحث کې ويلي وو چې د دۀ په وينا پنجاب د ټولو ايالتونو حق خوري او يوازې د دې لپاره چې د پنجاب مځکې خړوبي شي سرحد تر اوبو لاندې کوي او سند له تندي وژني .

پاکستاني حکومت استدلال کوي چې دوى د اوبو زيرمه کولو ته اړتيا لري او د کالاباغ بند د ټول هيواد په گټه دى .

نور ايالاتونه دغه استدلال نه مني په نننۍ غونډو کې د بلوڅانو مشر اختر منگل په خپله وينا کې وويل چې (( پنجاب او د پنجاب پوځ د سنديانو ، پښتنو او بلوڅانو پارول غواړي او دغه بند يوازې د پنجاب لپاره دى . ))

ورسره تړلي نور خبرونه
بلوڅان څه غواړي؟
21 دسمبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت