BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:09 گرينويچ 2005 ,16 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د مشرف د خبرو پر ضد مظاهره وشوه

د ډاکټرې شازيه خالد تر بې پته کيدو وروسته په بلوچستان کې د 'کومت پر ضد وسله واله مبارزه وشوه .
د کراچۍ په ښار کې په لسگونو کسانو د ولسمشر پرويز مشرف پر هغو خبرو اتعراض وکړ چې ويل يې داسې گومان دى چې د کانادا د ويزې او پيسو لپاره ښځې ځان بې پته کوي .

د ولسمشر مشرف دغه خبره د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې اخيستې وه . د دۀ له خولې ورځپاڼې ليکلي وو چې (( داسې گومان وو چې د کانادا د ويزې او د ميليونونو پيسو لپاره ښځه يوازې د ځان د بې پتو کولاو خواري بايد وگالي . ))

د کراچۍ په ښا کې مظاهره کوونکو د ولسمشر مشرف پر ضد شعارونه ورکړل .

دوى د ولسمشر مشرف په دې خبرې قهروړي وو چې گواکې په پاکستان کې بې پتي د پيسو پيدا کولو يوه لاره ده .

ښاغلي مشرف د مختارن مايي په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې دغه څرگندونې کړې وې . مختارن مايي هغه ښځه ده چې د پنجاب په ايالت کې يوې کليوالې جرگې په گڼ کسيز ډول د بې پته کولو په سزا محکومه کړې وه .
په پاکستان باندې په دې وروستيو کې نړيوالې نيوکې ډيرې شوې چې ميرمن مايي يې د متحدو ايالاتو له سفره راوگرځوله دې نيت لارۀ چې هلته د خپلې تجربې په باب خبرې وکړي .

ولسمشر مشرف وويل دى هيڅ پښېمانه نه دى چې له هغې قضيې سره څه ډول چلند وشو . له بي بي سي سره په خبرو کې مختارن مايي وويل دا هېښه شوې ده چې ولسمشر مشرف په دې باور دى چې کومه ښځه دې تش د پيسو لپاره پر ځان دومره بد حالت ومني .

دا وايي په دې خپه ده چې په پاکستان کې هغه کس چې بايد د ټول ولس ساتونکى وي ټولې ښځې داسې سپکوي ..

مشرف وايي د ښځو د حقونو ټولنې په نړيواله کچه د پاکستان په باب ناسم تصور وړاندې کوي .

دې وويل په پاکستان کې ډيرې ښځې د پيسو د پيدا کولو پر ځاى له داسې پېښو وروسته ځانونه وژني .

تر دې خبرو وړاندې لا ولسمشر مشرف د ښځو د حقونو له ډلو سره په لانجه کې وو . دى په دې باور دى چې د مختارن مايي په څير د قضيو په رابرسيره کولو دغه ټولنې په نړيواله کچه د پاکستان په اړه ناسم تصور ورکوي .

خو د ښځو د حقونو ټولنې وايي ريښتينې ستونزه په پاکستان کې د سيستم ده چې ښځې له څه ويلو منع کوي .

دغه ټولنې زياتوي کومې پاکستانۍ ښځې چې د بې پته کيدلو رپورټ ته زړۀ ښه کړي نو يا د ناقانونه جنسي عمل په کولو زنداني شي او يا هم په رڼو سترگو گوري چې پر دوى يرغل کوونکي هسکه غاړي گرځي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت