|
مشرف : غواړم د کشمير مساله حل شي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ايسوسييټيد پريس خبري اژانس ته د دۀ دا خبرې تر هغه څو ورځې وړاندې راغلي چې دى به د هند له لومړي وزير منموهن سنگ سره په نيويارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې په پايڅوړ کې ويني . په اسلام اباد کې د بي بي سي يو خبريال وايي دا د ولسمشر مشرف له خوا د مثبتو پيغامو د لړۍ يوه بله کړۍ ده . په همدې ترڅ کې پاکستان اعلان کړى دى چې د دوشنبه په ورځ به دوى او هند د يو بل په زندانونو کې په سلگونو زندانيان خوشي کوي حکومت مخالفي وايي چې په ټاکنو کې درغلي شوي او ولسمشر پرويز مشرف بايد استعفى ورکړي . د کراچۍ او کوټې په ښارونو کې هټۍ او سوداگريز مرکزونه تړلي وو . خو په پلازمېنه اسلام اباد کې عادي حالت و . د حکومت مخالفې ايتلاف متحده مجلس عمل مشر قاضي حسين احمد وويل دوى د کاربندۍ لپاره د خپل غږ له ځوابه خوښ دي . .
نورو حکومت مخالفو مشرانو هم دا خبره رد کړه چې گواکې کاربندي غلې وه . په کوټه کې له کاربنديو سره په تړاو تر ٥٠ تنو ډير نيول شوي دي . شپږ کاله وړاندې چې ولسمشر پرويز مشرف په يوې کودتا کې واک ترلاسه کړ له هغې راهيسته دا لومړى ځل دى چې حکومت مخالفې ډلې سره يو ځاى شوې دي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||