|
د پاکستان لومړى وزير شوکت عزيز کابل ته ورسيد | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د لومړي وزير په توگه دا کابل ته د شوکت عزيز لومړنى سفر دى . ښاغلى عزيز به په کابل کې د افغانستان له مخکيني پاچا محمد ظاهرشاه او له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کوي . چارواکي وايي ولسمشر کرزى به له ښاغلي عزيز سره د امنيت او اقتصاد ترڅنگ د مخدره توکيو پر قاچاق او له لويه سره د ترهگرۍ پر مسايلو هم خبرې ولري . افغان چارواکو په پرله پسې توگه ويلي چې طالب اورپکې په پاکستان کې پټ شوي ، له هغه ځايه افغانستان ته اوړي او بريدونه کوي . پاکستان دا خبره نه مني او وايي دوى شواهد غواړي . برتانيا ته د خپل سفر په ترڅ کې ولسمشر حامد کرزي ويل چې په افغانستان کې ثبات د پاکستان په گټه دى . ښاغلي کرزي ويل چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کالنۍ سوداگري ايله د ٢٦ ميليونه ډالرو وه خو اوس دغه شميره تر يو مليارد ډالرو اوښتې ده . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||